
نړیوال بانک د خوراکي محصولاتو د تولید لپاره افغان کروندګرو سره ۱۵۰ میلیونه ډالر مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د کروندګرو د ژوند ښه کولو په موخه د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.
دغه سازمان ویلي چې دغه پروژه به په کليوالي سیمو کې د خوراکي توکو د تولید زیاتوالي او د کروندګرو د ژوند ښهوالي په موخه پلي شي.














