
کندوز کې بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو ماشومان درنو کارونو ته اړ کړي
افغانستان کې اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ د ګڼشمېر خلکو پر ژوند سیوری غوړولی چې تر ډېره دې چارې ماشومان اغېزمن کړي دي.

افغانستان کې اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ د ګڼشمېر خلکو پر ژوند سیوری غوړولی چې تر ډېره دې چارې ماشومان اغېزمن کړي دي.

وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې په هلمند کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د کجکي بند دویم فاز پرانیست، د ایران حکومت د هلمند سیند څخه د خپلې حقابې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه ښځې مړې شوې دي.

د هرات محلي مسوولان وايي چې سږ کال دغه ولایت کې شاوخوا ۴ زره ټنه پسته ترلاسه شوې ده.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي وویل، روان کال د دغه ولایت د پستې ځنګلونو څخه له ۳.۵ څخه تر ۴ زره ټنه پسته راټوله شوې چې د خلکو لپاره د عاید ښه سرچینه بلل کیږي.

د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي، د کابل ـ هرات شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره لویې لارې د بیارغاونې چارې یې پیل کړي او د دغې لارې بیارغاونه یې له اساسي کارونو څخه ده.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې د زړو افغاني بانکنوټونو زیاتېدو د خلکو او صرافانو نیوکې زیاتې کړي چې ورسره د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې د هغو بانکنوټونو نمونې هم خپرې کړي چې د چلېدو وړ نه دي.

د کجکې د دویم فاز د جوړولو چارې د ترکیه د ۷۷ کمپنۍ له لورې د ۱۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰۱۶ کال پیل شوي وې چې نن يې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا د پانګوالو پروړاندې د اسلامي امارت له تګلارې شکایت کوي. د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا په وینا، د مالیې وزارت د دوی ۶۰ میلیارده افغانۍ کنګل او د خصوصي شرکتونو مسوولان یې ممنوعالخروج اعلان کړي دي.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې وروستیو اورښتونو د بالاحصار تاریخي ودانۍ ځینو برخو ته زیان رسولی او د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیواله ناسته له یوه ورځ ځنډ وروسته نن د یوشمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازیو په ګډون پیل شوه. ویل کېږي چې یاده نړیواله ناسته به پر اقتصادي او امنیتي موضوعاتو راڅرخي.

هلمند کې د کجکي برښنا بند له شتون سربېره، د مرکز لښکرګاه ښار او د ناوې او نادعلي ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي او د فابریکو مسوولان د برښنا کمښت او نهشتون څخه سر ټکوي.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې راهیسې په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلاموطندار ته ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼ سېلابونه راوتلي چې پرمهال دوه کسان مړه شوي او ګڼشمېر خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د مسوولانو په وینا، سېلابونه د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ او یوشمېر ولسوالیو کې راوتلې دي. په همدې حال کې د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي د روزګان له محلي ادارې او مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوول عبدالله الدرداري سلاموطندار ته ویلي چې دغه سازمان افغانستان کې د اقتصاد پیاوړتیا او د خلکو وضعیت ښهکولو برخه کې ګټورې پروژې تر لاس لاندې لري.

د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله په راوتلو سېلابونو کې زیانمنې شوې کورنۍ وايي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې اندېښنې مطرح شوي چې پاکستان غواړي د افغانستان د واخان له لارې نورو هېوادونو سره ټرانسپورټي لاره ولري.
په دې اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پخواني مسلکي معین فریدون بارکزي د بدخشان واخان کوریدور له ستراتیژیک او اسیا کې د اوبو د سرچینو له اړخه د افغانستان لپاره مهم بللی دی.