هرات کې د انګورو د حاصلاتو ډېروالی؛ بزګران: بازار نه لري

هرات کې د کرنې برخې مسوولان وايي چې سږکال یې دغه ولایت کې ۱۵۰زره ټُنه د انګورو حاصلات راټول کړي چې د تېرکال په پرتله له ۱۵ تر ۲۰ ټُنه زیاتوالی ښيي.

خو بزګران د انګورو بازار نشتون او له هېواد څخه بهر یې د نه صادراتو له امله شکایت کوي او وايي، اړ دي چې خپل انګور په ټيټه بیه وپلوري.

بالامردیان دوه اوونۍ په اور کې؛ د جوزجان والي: پېریان د خلکو کورونه سوځوي

د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي د بالامردیان کلي کې د اورلګېدنې دوه اوونۍ وروسته د یاد ولایت محلي ادارې د خپرو شویو اوازو په لړ کې وايي، دوی له څېړنو وروسته موندلې چې پېریان دې سیمه کې د خلکو کورونو ته اور اچوي. مسوولان همداراز وايي، د اور د خپرېدو چټکتیا دومره ډېره ده چې دوی یې په مهارولو کې پاتې راغلې دي.

لوګر کې سېلابونه؛ درې ښځې مړې شوي

د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال درې ښځې مړې شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د یاد ولایت د والي ویاند عمر منصور سلام‌وطندار ته ویلي، د شویو اورښتونو له کبله په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي. د عمر منصور په وینا، په څرخ ولسوالي کې د راوتلو سېلابونو له کبله درې ښځې مړې شوې دي.

د افغانستان بانک: کابل ته تراوسه څه باندې یو میلیارډ ډالر نغدي مرسته رارسېدلې

د افغانستان بانک چارواکو ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام پرمهال نن یوې خبري ناستې ته ویلي، د تېر یوه کال راهیسې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د نړیوالو له‌خوا څه باندې یو میلیارد ډالر بشري مرسته کابل ته رسېدلې ده.

۸۸سلنه افغان نجونې د والدینو له‌خوا کم عمر کې واده کولو ته اړ شوي

د ماشومانو د ژغورنې موسسې (سېف د چېلډرن) د اسلامي امارت د واکمنۍ د یوه کال پوره‌کېدو په درشل کې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د تېر یوه کال پرمهال د افغان نجونو ژوند تریخ شوی دی. راپور کې راغلي چې تېر یوه کال کې له ۸۸ سلنه کم عمره نجونو څخه د والدینو له‌خوا د کورنۍ مالي وضعیت ښه‌والي په موخه د واده غوښتنه شوې ده.

ستانکزی: امریکا باید د دوحې تړون پربنسټ د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل په يوې تکیه‌خانه کې د عاشور مراسمو ته د وینا پرمهال پر امریکا نیوکه وکړه چې دغه هېواد پر اسلامي امارت فشارونه زیاته کړي دي. ستانکزي دې مراسمو ته همداراز وویل، امریکا د ا.ا پر حکومت بېلابېل سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیک فشارونه راوستي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د جوازونو وېش له لارې ۴۳ میلیونه افغانۍ راټولې کړي

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په لړ کې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې یاد وزارت په تېر یوه کال کې څه باندې ۳۷۰۰۰ د کار جوازونه کورنیو او ۱۲۹۷ جوازونه بهرنیو اتباعو باندې وېشلي دي.