هلمند کې د مالیې لوړېدو په اړه د هټۍ‌والو شکایت؛ مسوولان: نه ده لوړه شوې

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ګڼ‌شمېر هټۍوال وايي، له یوې خوا یې د تېر په پرتله سودا کمه شوې او بله‌خوا پرې حکومت ټکس او مالیه لوړه کړې ده. د دوی په وینا، دغه وضعیت یې له ۵۰ تر ۷۰ سلنه ګټه وټه کمه کړې ده. یو هټۍ‌وال محمدولي محمدي وايي چې د هلمند مستوفیت ترې ډېره مالیه ټولوي.

د غزني د روږدو کسانو د درملنې روغتون ډاکټرانو خپلې دندې پرېښي

د غزني د روږدو کسانو د درملنې پنځوس بستر روغتون ډاکټران او کارکوونکي وايي چې له د روان کال له پیل راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او دې موده کې د دغه روغتون د لګښتونو لپاره هم هېڅ بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې.

د نیویارک محکمې د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو ته د افغانستان د پیسو ورکړه رد کړې

د نیویارک یوې محکمې امریکا کې د سپټمبر میاشتې د ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ورکړې غوښتنه رد کړې ده. د امریکا د فدرال محکمې یوې څارنوالې سارا نيټبرن د دې پرېکړې په اړه ویلي چې د افغانستان بانک په اړه امریکايي محکمې پرېکړه نه شي کولای.

جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ پر ۱۵۰ بې‌وزله مېرمنو د خیاطۍ وسایل ووېشل

جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ ۱۵۰ هغه مېرمنې چې بې‌وزله او د کورنۍ سرپرست نه‌لري، د خیاطۍ په برخه کې روزلي او نن یې پر یادو مېرمنو د کار د پیل په موخه د خیاطۍ ماشینونه او نور وسایل ووېشل، څو د خپل کورني اقتصاد پياوړتیا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلي.

یوه ایراني هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د «کېش اېرلاین» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

د یاد وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي، دغه ایرانی شرکت چې نیمه دولتی دی. پرون یې له ایران څخه خپله لومړۍ الوتنه د افغانستان کندهار ولایت ته کړې ده.

افغان پانګه‌وال: ګاونډیان دې پر افغاني توکو تعرفې کمې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن «د ملي صادراتو ناستې په نوم جوړې شوې غونډه کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې پر افغاني محصولاتو او توکو دې تعرفې کمې کړي. دا غونډه د هغو ۶۰ کورنیو سوداګریزو شرکتونو د ستاینې لپاره جوړه شوې وه چې تر نورو ډېر یې کورني تولیدات او محصولات بهر ته لېږلي دي.

د نشه‌يي توکو کښت او تولید نیم میلیون افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې

د اټلانټیک کُنسول په نوم د امریکا د فکر خونې بنسټ افغانستان کې د نشه‌يي توکو د ننګونو په اړه یوه تازه راپورکې ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دغه هېواد کې د نشه‌يي توکو تجارت د ودې په حال کې دی.

راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو تجارت څه باندې نیم میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د مخابراتو وزارت یوه کال کې اووه میلیارډه افغانۍ عواید ټول کړي

ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د مخابراتو  او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولانو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره  دغه وزارت د بېلابېلو فعالیتونو له لارې ۶.۸۸۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

جوزجان کې یوه ځوان موټر جوړ کړی

د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالي په «جنګل اریغ» سیمه کې یوه نوښتګر ځوان محمدداوود یو موټر چې ۵۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، جوړ کړی دی. پر دغه موټر شوی لګښت د زرنج په پرتله درې برابره کم دی.
دغه ځوان د سلام‌وطندار خبریال ذکرالله یزداني سره په مرکه کې ویلي، که حکومت یې ملاتړ وکړي، تر دې ښه موټر به جوړ کړي. هغه هیله لري چې یوه ورځ په «جنګل اریغ» سیمه کې د موټرو جوړولو کارخونه جوړه کړي.

په تېر یوه کال کې ۸۰سلنه افغان ښځینه خبریالانې وزګاره شوي

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون یوه تازه راپور کې ویلي، د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

راپور کې ویل شوي چې په دې وروستي یوه کال کې نږدې ۵۵ سلنه خبریالان هم وزګاره شوي او شاوخوا ۴۰سلنه رسنۍ تړل شوي دي.

هره میاشت افغانستان کې نږدې ۵۰۰۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دغه وزارت د روان کال له پیله وړاندوینه کړې وه چې ښايي ۱.۱ میلیونه ماشومان هېواد کې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شي، خو یاد وزارت پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر له هغه کم بولي چې دوی یې وړاندوینه کړې وه.

رویټرز: امریکا به له ا.ا سره د افغانستان د پیسو ازادېدو په اړه خبرو ته دوام ورکړي

رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل‌کېدو سربېره به امریکا له اسلامي امارت سره د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو د ازادېدو په تړاو خپلو خبرو ته دوام ورکړي. وال‌سټرېټ ژورنال لیکلي و چې امریکا په دې اړه له اسلامي امارت سره خبرې هم درولي دي.