مالیې وزارت: په یوولس میاشتو کې مو ۱۰۰ میلیارډه افغانۍ عواید را ټول کړي

د مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال په یوولس میاشتو کې یې له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارډه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، دا پیسې د افغانستان د ګمرکونو په تاریخ کې بې‌مخینه دي.

کابل کې د بې‌وزلو ژوند؛ «ماشومانو مو ټول ژمی په لوڅو پښو تېر کړ»

د کابل ښار اړوند د «ګل‌سرخ» څلور لارې کې د تجوا په نوم کمپ کې یو‌شمېر بې‌وزله کورنۍ له خپل ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.

دغه کورنۍ چې شمېر نږدې ۱۵ ته رسېږي، په داسې کورونو کې ژوند کوي چې کوټې یې دروازې او کړکۍ نه‌لري او نمک‌ناکې دي.

کابل ښاریان: د بشري مرستو پر ځای دې د کار اسانتیاوې راته برابرې شي

یوشمېر کابل ښاریان ګیله کوي چې بشري مرستې ورته نه رسېږي او په‌کار ده چې د دغو مرستو پر ځای، دوی ته د کار اسانتیاوې برابرې شي. د کابل اوسېدونکی نثاراحمد سلام‌وطندار ته ویلي چې له دوو کلونو راهیسې له وزګارتیا کړېږي او بشري مرستې هم ورته نه‌دي رسېدلي.

ایران کې افغان خبریالان: دوسیو ته مو چا رسېدنه نه ده کړې

لسګونه هغه خبریالان چې د جمهوريت له سقوط وروسته نورو هېوادونو ته د رسېدو لپاره په لنډمهالي توګه ایران کې اوسېږي، له خپل بد وضعیت څخه شکایت کوي. دغه خبریالان چې تېر یوه کال راهیسې ایران کې ژوند کوي وايي، د خبریالانو او د رسنیو هغه ملاتړي بنسټونه چې دوی یې ایران ته د تلو لپاره هڅولي وو، د دوی دوسیو ته رسېدنه نه کوي.

لوګر کې د حکومت له لوري د لوړې مالیې له اخیستو د هټۍ‌والو شکایت

د لوګر د مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر هټۍ‌وال د حکومت له لوري د دغه ولایت له هټۍ‌والو څخه د لوړې مالیې له اخیستلو شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې کاروبار یې خراب دی او د مالیې د ورکړې توان نه‌لري. یو هټۍوال محمدعمران سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی او حکومت ته ماليه نشي‌ ورکولای.

د افغانستان بانک سبا «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د سلواغې ۳۰مه، ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن شنبه د سلواغې ۲۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره سبا یکشنبه ۱۷ میلیونه ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

اوچا: شپږ میلیونه افغانان خوړو ته د نه لاسرسي بېړني وضعیت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، شپږ میلیونه افغانان خوړو ته د نه لاسرسي له کبله سختې شپې او ورځې تېروي.
کابل کې یو کارګر وحیدالله وايي، بې‌وزلي او وزګارتیا یې لامل شوي چې خپلې کورنۍ ته د اړتیا وړ خوړو په موندلو کې پاتې راشي.

شپږو کلونو کې د افغانستان ناخالص داخلي تولیدات څه باندې شپږ میلیارډ ډالر کم شوي

د نړیوال بانک د رپوټ پر مخې، تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان ناخالص داخلي تولیدات څه باندې شپږ میلیارد ډالر کم شوي دي.

رپوټ کې ویل شوي چې د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۲۴مه د جمهوري نظام له نړېدو وروسته د افغانستان مخ پر ودې اقتصاد هم سقوط کړی او هېواد کې د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو کچه لوړه شوې ده.

جوزجان کې یوه کس خپله مور وژلې او جسد یې سوځولی

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې نن پنج‌شنبه یوه کس خپله مور وژلې او جسد یې سوځولی دی.

د جوزجان د امنیې قومندان عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه نن سهار د شبرغان ښار اړوند «پیر مزید» کلي کې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، د امیدالله په نوم یوه کس خپله مور لومړی د چاقو په وسیله وژلې او وروسته یې جسد ته اور اچولی دی.

روزګان کې د یوې کورنۍ سرپرسته: ټول کال مې یتیمانو څپلۍ نه دي پښو کړي

روزګان کې بې‌وزله او بې‌پرسته کورنۍ وايي چې روان سوړ ژمي کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېلابېلې ناروغۍ یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه بې‌پرسته کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي چې کور کې د خوړو لپاره څه نه‌لري او په وینا یې، حکومت باید ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.

د راډیو نړیواله ورځ؛ نی: افغانستان کې نږدې نیمايي راډیوګانې له فعالیته لوېدلي

نن د سلواغې ۲۲مه/د فبروري ۱۳مه، د راډیو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، سږ کال داسې مهال د راډیو نړیواله ورځ نمانځل کېږي چې افغانستان کې نږدې نیمايي راډیوګانې له فعالیته لوېدلې دي. د نی د شمېرو له مخې، افغانستان کې د ۳۰۷ راډیوګانو له ډلې اوس له ۱۷۰ کمې راډیوګانې فعالې دي.