Asset 1SWN

کابل کې د بې‌وزلو ژوند؛ «ماشومانو مو ټول ژمی په لوڅو پښو تېر کړ»

4843ad40-bfb3-428a-933f-1f18e22a7428

د کابل ښار اړوند د «ګل‌سرخ» څلور لارې کې د تجوا په نوم کمپ کې یو‌شمېر بې‌وزله کورنۍ له خپل ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.

دغه کورنۍ چې شمېر نږدې ۱۵ ته رسېږي، په داسې کورونو کې ژوند کوي چې کوټې یې دروازې او کړکۍ نه‌لري او نمک‌ناکې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 دوی سلام‌وطندار ته وايي چې ماشومان یې د ژمي لپاره ګرمې جامې او بوټونه نه‌لري او ټول ژمی یې په لوڅو پښو تېر کړی دی.

د دغه کمپ یوه اوسېدونکي هفته‌ګل وویل: «کور نه دی ترپال دی، راڅڅېږي. د ماشومانو ستونزې بېخي ډېرې دي یو یې کرتۍ نه‌لري، بل یې بوټان نه‌لري، شپږ اولاده مې دي یو یې معیوب دی، نور یې نه بوټ لري او نه هم څپلۍ. ژمی چې واوره کېږي کور نمېږي، سرپناه نه لرو او سوند توکي هم نشته.»

د هفته‌ګل مور ظریف وايي، د یوه وخت ډوډۍ چې پیدا کړي، د دوو نورو وختونو  لپاره حیرانه وي. نوموړې له خپل ژوند څخه ناهیلي څرګندوي او وايي چې سرپناه نه‌لري او د یوه پلاسټیک لاندې ژوند تېروي.

هغې وویل: «کور مو راڅاڅي، چت نشته، چارو او نورې خځلې مو بام کې ايښي، څو را ونه څاڅي. د فرش لاندې مو پلاسټیک اچولی او ژوند کوو، ډوډۍ نشته، اوبه نشته، کور نشته، چای او بوره نشته.»

۱۲کلن قادر او ۸ کلن زرین‌ګل هغه دوه ماشومان دي چې تجوا کمپ کې ژوند کوي. دوی وايي چې نه بوټ لري او نه هم څپلی. دوی زیاتوي چې د خوړو لپاره څه نه لري او د کار ګټه وټه یې هم یوازې لس افغانۍ دي.

په ورته وخت کې، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم وايي، ۱۸ سلنه افغانان بشپړو زیانمنو شویو سرپناه‌وو او ۵۶ نور هم نیمه‌ زیانمنو شویو پناه‌ځایونو کې ژوند تېروي.

یاد بنسټ ویلي، دغه افغانان د کورونو ګرمولو امکاناتو، تودو جامو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري، څو سلامتیا ته یې ګواښ پېښ نه‌شي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې د هېوادوالو د ژوند وضعیت ښه‌والي لپاره یو لړ پروګرامونه طرحه کړي.

نوموړي وویل: «د دغو ستونزو د هواري  لپاره اړتیا ده چې څو وزارتونه او اړوند ادارې په ګډه پر یوه پروګرام کار وکړي چې د خلکو د وضعیت د ښه‌کېدو لامل شي. د کور او ودانیو برخه کې اړتیا ده چې پروژې پلې شي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. راتلونکې کال کې هڅه کوو چې پر یو لړ پروژو کار وکړو، څو خلکو ته د کار پیدا او وضعیت یې ښه شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې ملګروملتونو تېره ورځ قحطي ځپلو هېوادونو ته د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ځانګړي کولو سره ویلي، افغانستان هم دغو هېوادونو کې شتون لري.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام