
د افغانستان بانک سبا یکشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د وري میاشتې په ۱۳مه نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن (شنبه د ۱۴۰۲ د وري دولسمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.














