
د روزګان والي مسوولانو ته: تر دوو اوونیو د افغانۍ د ترویج زمینه برابره کړئ
د روزګان والي د دغه ولایت ادارو او د ولسوالیو مسوولانو ته امر کړی چې تر راتلونکو دوو اوونیو دې یاد ولایت کې په افغانیو د هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره زمینه برابره کړي.

د روزګان والي د دغه ولایت ادارو او د ولسوالیو مسوولانو ته امر کړی چې تر راتلونکو دوو اوونیو دې یاد ولایت کې په افغانیو د هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره زمینه برابره کړي.

پنجشېر چې د پلازمېنې په شمالختیځ کې پروت ولایت دی، اقلیم او اوبه یې د کبانو روزنې او پالنې لپاره خورا مناسبه ده.
د دې ولایت د کبانو روزونکي او فارملرونکي وايي، که ورته پاملرنه وشي، دا صنعت په یوې لویې اقتصادي سرچینې بدلېدلی شي.

روزګان کې یوشمېر کروندګر وايي چې هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت او پلور له بندیز وروسته کروندګرو بدیل کښتونو ته مخه کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې اړمنو خلکو ته د دغه سازمان د بشري مرستو کموالی ناهیلی کوونکی او د اندېښنې وړ دی.

د هرات د حوزوي روغتون مسوولان وایي، دغه روغتون د درملو او طبي وسایلو له جدي کمښت سره مخ دی.
دوی سلاموطندار ته ویلي چې له دې وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې د دغه ولايت حوزوي روغتون ته د اړتيا وړ درمل ورکول، خو اوس یادې ادارې له دغه روغتون سره خپلې مرستې بندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې تازه ویلي چې ډېری افغان ماشومان د بېوزلۍ او اقتصادي ناورین له امله په وږي نس ښوونځي ته ځي. مجتبی ۱۶ کاله عمر لري او د کابل ښار په یوه دولتي ښوونځي کې د شپږم ټولګي زدهکوونکی دی. هغه چې له خپلو دوو ورونو سره یوځای ښوونځي ته ځي وايي، پلار یې وزګاره دی او له اقتصادي اړخه یې د ژوند مزه نشته.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې یې د اتلس میلیونه افغانیو په لګښت د دوه نیم کیلومټرو په اندازه د ویالو جوړولو چارې پیل کړي دي.

د سرپل د ښار او کور جوړونې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «ښوونکو ښارګوټي» د جوړېدو عملي چارې پیل شوي دي.
د دوی په وینا، دغه ښارګوټی پر ۱۵۰ جریب ځمکه د دغه ولایت مرکز کې جوړېږي.

د جوزجان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

هېواد کې د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان سره هممهاله یوشمېر نجونې زدهکوونکې وايي، که ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وای، ډاډ وې چې په لوړو نمرو به یې د خپلې خوښې پوهنځي ته لاره پیدا کړې وه.

د افغانستان بانک وايي چې سبا سهشنبه د وږي ۱۴مه به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (دوشنبه د وږي ۱۳مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سهشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

امریکايي ډالرو د تېرو څو اوونیو پر مهال د هېواد د اسعارو بازار کې د «افغانۍ» پر وړاندې خپل ارزښت ورځ تر بلې له لاسه ورکړی او ان یو امریکايي ډالر په ۷۳ افغانیو هم تبادله شو، خو دا بیه د دوو ورځو په تېرېدو سره بېرته څه باندې ۷۸ افغانیو ته ورسېده.

د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د برښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونو ته لاسرسی نهلري چې له امله یې ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دوی په وینا، ولایتونو کې یې د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو نشتون له امله اړ دي چې د یادو خدمتونو لپاره کابل ته سفر وکړي.

د تخار د سرو زرو کانونو کې د ناقانونه کیندنو له امله د تېرو پنځو میاشتو پر مهال ۳۰ کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه کارګر ډېری وخت د ناقانونه کیندنو او د کانونو ښوېیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د روزګان-کندهار د لویې لارې د یوې برخه د بیارغونې چارې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې ډېر ژر به افغانستان د ایران چابهار بندر سره ونښلول شي.
د یادې ادارې سرپرست بختالرحمان شرافت ایراني چارواکو سره تر لیدنې وروسته پرون جمعه د وږي لسمه پر اېکس شبکه «ټوېټر» دغه خبر ورکړی دی.