
د بشري حقونو کمېسیون: طالبان باید د بشري حقونو پر وضعیت د خپلواکې څارنې اسانتیاوې برابرې کړي
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې په ټول هېواد کې باید د بشري حقونو، په تېره د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه خپلواکې او بېپرې څارنې ته اسانتیاوې برابرې کړي. خبرپاڼې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان شورا دې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د څارنې لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي.














