د مارچ اتمه؛ د افغانستان ښځې په څه وضعیت کې دي؟

نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. د دغې ورځې په رارسېدو سره، سلام‌وطندار تېر یوه کال کې د افغان مېرمنو وضعیت څرنګوالی ارزولی دی. د اسلامي امارت د حکومت په لومړیو ورځو کې د ښځو د ملاتړ تر ټولو ستر بنسټ، د چارو وزارت لغوه شو.

دې وروستي کال کې له سیاسي، ټولنیز، کاري او ښوونیز اړخه د ښځو وضعیت د پام وړ بدلون کړی دی. تېرو شلو کلونو کې ښځو د مخکېنیو حکومتونو ټولو برخو کې حضور درلود.

د خوندیتوب کمېټه: افغانستان کې د ښځینه خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې نن د مارچ اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په وروستیو څو میاشتو کې په هېواد کې د ښځینه خبریالان وضعیت د اندېښنې وړ دی. د دغه بنسټ په وینا، تراوسه د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې ښځو د دې اجازه نه ده ترلاسه کړې، څو په رسنیو کې کار او شمېر یې کم شوی دی.

د مارچ اتمې په اړه د ا.ا خبرپاڼه؛ د ښځو ستونزې حلوو

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مارچ اتمې، د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې ټولو ښځو ته د دغې ورځې مبارکي ورکړې. دغه وزارت ټینګار کړی چې افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو ښځې زیانمنې کړي دي.

غور کې دوه کسان د خوب پرمهال وژل شوي

د غور امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې دوه کسان په مرموز ډول وژل شوي. د چارواکو په وینا، پېښه د غور د پسابند ولسوالي «شغزک» سیمه کې شوې ده.
ویل شوي چې وژل شویو کې یو سړی او د هغه لمسی شامل دی. د غور د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمان بدري سلام‌وطندار ته وايي، دغه دوه کسان تېره شپه د خپل خوب په بستره کې وژل شوي دي.

د مارچ اتمه؛ د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې محدودیت او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي

د بښنې نړیوال سازمان د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت، د نړۍ ټولو دولتونو ته یو لیک استولی او په کې یې له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي او ورڅخه ملاتړ او څارنه وکړي.

افغانستان د ترهګرۍ نړیوال جدول کې لومړى ځاى خپل کړى

د اقتصاد او سولې موسسې د “ترهګرۍ د نړیوال جدول” په اړه ریپوټ خپور کړی، په دغه ریپوټ کې افغانستان یو ځل بیا د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې له ترهګرۍ څخه سخت زیانمن دی. دا دریم پرله پسې کال دی چې افغانستان ددغه بنسټ په ریپوټ کې د جدول په لومړي سر کې راځي.

سیدباقر محسني د اسلامي امارت له بند څخه خوشې شو

سید باقر محسني چې د سیاسي مسایلو کارپوه او د اوسني حکومت له منتقدینو څخه دی د اسلامي امارت د استخباراتو له بند څخه خوشې شو. نوموړي رسنیو ته ویلي چې نن ماسپښین خوشې شوی او دا مهال په کابل کې په خپل کور کې دی.

اسلامي امارت ته د ۱۵کسیز نوملړ ورسپارل؛ د اروپایي ټولنې استازي رد کړ

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن یوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت د کورني مشروعیت او د ستونزو د حل یوازینۍ لار، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي. هغه دغه مرکه کې رد کړه چې نړیوالې ټولنې حکومت کې د ګډون لپاره اسلامي امارت ته د مخکیني حکومت د چارواکو ۱۵کسیز نوملړ نه دی ورکړی.

سراج‌الدین حقاني: د کورونو د پلټنې پرمهال دې خلک ونه ځورول شي

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د کور په کور پلټنې له بهیر څخه شکایتونه وشول، اوس د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د کورونو د تلاشۍ پرمهال باید څوک ونه‌ ځورول شي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي دغه څرګندونې نن په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د سلګونه افسرانو د فراغت‌غونډې پرمهال وکړې.