
د نړیوالو ټلوېزیونونو پر نشراتو بندیز؛ ا.ا: اسلامي او افغاني فرهنګ ته یې پام نه کاوه
وروسته له هغې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوشمېر بهرنیو رسنیو پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز ولګاوه، اوس د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، یاده پرېکړه یې له دې امله کړې چې دغو رسنیو د «هېواد افغاني او اسلامي فرهنګ» ته پام نه کاوه.














