
پوهنې وزارت: د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو طرحه بشپړېدو ته نږدې شوې
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره هڅې روانې دي او په دې برخه کې تر یوه بریده پرمختګ شوی دی.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره هڅې روانې دي او په دې برخه کې تر یوه بریده پرمختګ شوی دی.

نړیوال بانک ویلي چې د روان کال تر پایه به د افغانستان د کورني ناخالصو تولیداتو کچه ښايي تر ۳۰ سلنې راکمه شي. نړیوال بانک د افغانستان وضعیت په اړه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد د کورني ناخالص تولیداتو کمښت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا کمساري دي او کورنۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل کلني رپوټ کې ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، افغانستان د بشري حقونو او دیموکراتیکو لاسته راوړنو څخه لرې شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې، افغانستان بشري بحران سره هم مخ شوی دی.

د افغانستان بانک اعلان کړی چې د مالي او بانکي سکتور د بیارغونې ستراتیژیک پلان له مخې او شته امکاناتو ته په پام، د دولتي او نادولتي کارکوونکو پر معاشونو لګول شوي بانکي محدودیتونه لرې شوی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه تازه څېړنیز راپور پایلې ښيي چې ا.ا د خپل حکومت په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخکیني حکومت شاوخوا ۵۰۰ امنیتي ځواکونه او کارکوونکي وژلي او یا یې برمته کړي دي. په راپور کې راغلي، د ا.ا له لوري د ټولبښنې اعلان د «دروغو ادعا» وه او د مخکیني حکومت د پوځیانو لپاره په لومه کې د راګېرولو په موخه استفاده شوې ده.

ایران کې د افغان کډوالو د زورونې او وهل ټکولو په اړه د غبرګونونو په لړ کې نن کابل کې یوشمېر کسانو د ایران پر ضد لاریون وکړ.
دغه لاریون چې د افغانستان د مدني ټولنو او د ولسي انسجام شورا له لوري جوړ شوی و، په کې له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه وشوه چې ایران کې له افغان کډوالو سره د روان ظلم پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

د بېپولې خبریالانو سازمان افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو میلتونو له ځانګړي رپورټر ریچارډ بنیټ څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو ازادۍ ملاتړ او ساتنه وکړي.

د ایران «مشرقنیوز» ویبسایټ د روانې اوونۍ د تېرې یکشنبې پر ورځ راپور ورکړی چې د جوزجان ولایت پخوانی والي محمدهاشم رییس ایران کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري «اوکراین ته د سرتېرو په توګه د افغان کډوالو د لېږلو» په تور نیول شوی دی.

د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې وویل چې افغانان د خوړو د خوندیتوب له سخت ناورین سره مخ شوي. دغه بنسټ د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې یوشمېر زده کوونکي د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره اړ شوي چې ښوونځۍ پرېږدي او کارته مخه کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «UNHCR» په افغانستان کې د ناورین د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د خوراکي توکو له کمساري کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دی. دغې ادارې پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي. د افغانستان ناورین تر بل هر چا ښځې او ماشومان ډېر ځپلي دي.

شاوخوا اته میاشتې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجوني ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري، سره له دې چې د اسلامي امارت د پوهنېوزارت ژمنه کړې وه چې د وري په درېمه نېټه به ټول ښوونځي د زده کونکو پر مخ پرانیستل شي، خو هغوی پر خپلې ژمنې عمل ونه کړ اوله شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستل شوي.

یوشمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې پر رسنیو محدودیتونه ډېر شوي او دغه کار د رسنیو عادي فعالیت او د غږ ازادۍ ته زیان رسولی دی.

په کابل کې د ایران سفارت نن یکشنبه پر خپل ټویټرپاڼه په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره «فتنې او دسیسې» روانې دي.
په ویناپاڼه کې راغلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایرانیانو له لوري د افغان کډوالو د زورونې ویډیوګانې، د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره پلان شوي دي.

ایران کې له یوشمېر افغان کډوالو سره د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن، ځينې ویډیوګانې رسنيزې شوي چې ګڼشمېر غبرګونونه یې راپارولي دي.
د ټولنیزو رسنیو یوشمېر افغان کاروونکي ایران کې افغان کډوالو سره د ایرانیانو د چلن څرنګوالی غیرانساني کار بولي او غندنه یې کوي.

د اروپايي ټولنې، فرانسې، المان، ایټالیا، ناروې، بریټانیا او د امریکا ځانګړیو استازیو پرون جمعه په یوې ګډه خبرپاڼه کې ویلي، له دې وروسته د دوی مرستې د اسلامي امارت کړنو پورې تړلې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت له ښځو او قومي لږکیو سره ښه چلن نه لري.

د بامیان ځایي سرچینې چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي سلاموطندار ته وویل، د اسلامي امارت استخباراتيځواکونو له شنبې ورځې راهیسې ۱۱ ښځې، له اسلامي امارت څخه د ملاتړ د یوې غونډې د ګډوډولو په تور نیولياو پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړي دي. د دغو سرچینو په وینا د نیول شویو ښځو د برخلیک په اړه هېڅ مالوماتنشته.