
لوېدیځو ولایتونو کې د کارګرو ماشومانو ډېرېدل؛ بېوزلۍ له زدهکړو محروم کړي
د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د بېوزلۍ او لوږې سربېره د وزګارتیا په ډېرېدو سره ګڼشمېر ماشومانو خپلې زدهکړې پرېښي او درنو کارونو ته یې اوږه ورکړې ده.

د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د بېوزلۍ او لوږې سربېره د وزګارتیا په ډېرېدو سره ګڼشمېر ماشومانو خپلې زدهکړې پرېښي او درنو کارونو ته یې اوږه ورکړې ده.

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو له کمښت څخه شکایت کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له عبدالله عبدالله سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه ټيلیفوني خبرې پرون شوي او افغانستان کې یې د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ماشومانو د ساتنې اداره وايي، د دوی څېړنې ښيي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د بندپاتېدو له امله شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینهزده کوونکي له زده کړو محرومې شوې دي.

هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو د نه پرانستلو په لړ کې، نن د مدني ټولنې یوشمېر بنسټونو، ګوندونو او قومي شوراګان په یوې ناسته کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځیو د نه پرانستلو په اړه دې وضاحت ورکړي. د ناستې ګډونوال وايي، د نجونو ښوونځیو نه پرانسته، له اسلامي او فرهنګي اړخه هېڅ توجیې نه لري.

د افغان خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټه وايي چې د مخکیني حکومت له نسکورېدو سره هممهاله، له ګواښ سره مخ د افغان خبریالان د تخلیې بهیر کې درغلې شوې او دغه بهیر په سمه توګه نه دی مدیریت شوی. د دغې کمېټې غړي ادعا کوي چې د افغانستان د ژورنالېستانو د سراسري شورا رییس حفیظلله بارکزي د خبریالانو په نوم، د خپلې کورنۍ غړي، له هېواده بهر ايستلي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا یونیسف، استازی محمد اګ ایویا ویلي چې پر خوست او کونړ د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. نوموړي د کابل په لوېدیځ کې پر دوو ښوونیزو مرکزونو شوي بریدونه وحشیانه بللي او د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو له دوام څخه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال رحمتالله نجیب پرون کابل کې د یوې ولسي غونډه پرمهال وویل چې د مخکیني جهموري نظام پر مهال جوړ شوی، د پوهنې ښوونیز نصاب له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دی.

د بیان ازادۍ کور د اسلامي امارت له لوري پر رسنیو د فشار، ګواښ، د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د نیولو او شکنجې دوام څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه اقدامات اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او رسنیو قانون څخه سرغړونه ده.

د اسلامي امارت رییسالوزرا د کابینې په غونډه کې په پلازمېنه کابل ښار کې د سوالګرو د ډېروالي لاملونو په اړه د څېړنې امر کړی دی.
د کابینې په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او سرې میاشتې ټولنې ته دنده سپارل شوې چې په کابل ښار کې د سوالګرو د زیاتوالي لاملونو په اړه معلومات راټول کړي.

د افغان ځوانانو مدني ټولنه پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونو او ایران کې د افغان کډوالو پر زورونې د نیوکې په څرګندولو سره وایي چې نړیواله ټولنه دې پر دغو دوو هېوادونو بندیزونه ولګوي څو د هغوی ورته کړنې تکرار نه شي.

د اسلامي امارت مسوولانو نن په کابل کې یوې ولسي غونډه کې وویل، اسلامي امارت په بشپړه توګه یو اسلامي او د افغانستان د ولسونو د خوښې نظام دی. د اسلامي امارت یو مسوول امین وقار په دغه ناسته کې وايي، که څوک د دغه نظام پر وړاندې مبارزه وکړي، د خدای او د هغه د رسول پر وړاندې د مبارزې په معنی دی.

په لوګر کې د یوې موسسې په نوښت ښوونځیو ته د خلکو د هڅونې په موخه «بچیان مو په ښوونځیو کې شامل کړئ» تر نوم لاندې کمپاین پیل شو چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ټيلیفوني خبرې کړې دي.

له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د مرستو په دوام د دوشنبې په ورځ یاد هېواد یو ځل بیا د ۳۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل چې افغانستان سره به د متحده عربي اماراتو مرستې دوام ولري.