
یونیسف: افغان ماشومان سخت ناورین تجربه کوي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا یونیسف د نړیوالو اړیکو مسوولې پالومه سکودرو ویلي چې څو لسیزو جګړو، وچکالۍ او د افغانستان مخ پر ودي اقتصاد پاشلتیا لامل شوی چې ماشومانو لپاره یو بېمخینې بشري ناورین رامنځته کړي. نوموړې ټينګار کړی چې یونیسف له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې افغانستان کې د نجونو او ماشومانو لپاره کار کوي او له دې وروسته به هم له دغه هېواد څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.













