امریکا ا.ا سره کنګل شویو پیسو ته د افغانانو لاسرسي پر طرحې کار کوي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن اداره د افغانستان د اسلامي امارت له رهبرۍ سره پر داسې یوې طرحې کار کوي چې افغانستان وکولای شي، د افغانستان بانک کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي.

ملګرو‌ملتونو افغانستان کې زلزله ځپلو ته د ۱۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو کې د زلزله ځپلو لپاره د ۱۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. اوچا زیاته کړې چې ملګري‌ملتونه او د دغه سازمان بشري‌همکاران په زلزله ځپلو ولسوالیو کې ۳۶۲زره زیانمنو ته ۱۱۰ میلیونه ډالر مرسته راټولوي.

خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو د بې‌کوره کېدو په اړه د مسوولانو اندېښنه

د هېواد په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې چهارشنبې ورځې زلزلې سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړل. د دې ترڅنګ په دغه زلزله کې په زرګونه ویجاړ شوي چې له امله یې د زلزله ځپلو سیمو  اوسېدونکي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د خبریالانو شکایت

کابل کې یو‌شمېر خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو پرمهال اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي. دوی وايي چې ډېری وخت حکومتي چارواکي د اړوند موضوعاتو په اړه پر وخت معلومات نه ورکوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په کابل کې یو خبریال تاج‌ولي غورځنګ وايي چې رسنۍ معلوماتو ته اړتیا لري او حکومت باید ورته پر وخت معلومات ورکړي.

شنونکي: د کابل جوړېدونکې غونډې ته باید د ولس رښتیني استازي راوبلل شي

ټاکل شوې د روانې چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه د «چهارشنبې» پر ورځ د ا.ا د سرپرست حکومت له لوري په کابل کې لویې جرګې ته ورته ستره غونډه جوړه شي. د یادې غونډې په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب هم لاس په لاس کېږي چې ښيي دغه غونډه کې به د هرې ولسوالي په استازیتوب دوه دیني عالمان او یو ولسي مشر ګډون ولري.

ملګري‌ ملتونه افغانستان کې زلزله ځپلو سره ۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیټس ویلي چې دغه سازمان افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېړنۍ مالي مرسته کوي.

نوموړي پرون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه ۱۰ میلیونه ډالري مرسته به د ملګرو ملتونو د اضطراري صندوق له لارې افغانستان کې زلزله ځپلو ته ورکړل شي.