
د کابل په بازارونو کې د ترکاري د بیو له لوړوالي د خلکو شکایت
یوشمېر کابل مېشتي سلاموطندار ته وايي چې د وروستیو ورځو پرمهال د کابل په بازارونو کې د ترکاري بیې لوړې شوي او دوی یې د پېرلو توان نهلري.

یوشمېر کابل مېشتي سلاموطندار ته وايي چې د وروستیو ورځو پرمهال د کابل په بازارونو کې د ترکاري بیې لوړې شوي او دوی یې د پېرلو توان نهلري.

د حج او اوقاف وزارت مسوولان وايي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۲۰۰۰ جوماتونه شتون لري چې چې ۷۰۰۰ یې دغه وزارت سره ثبت دي. د حج او اوقاف وزارت د دفتر رییس په وینا، ټول رسمي جوماتونه د ملکي خدماتو د کارکوونکو د معاشونو اصولو سره سم معاشونه ترلاسه کوي.

بېګاه شپه شاوخوا ۲ نیمې بجې د ختیځ زون ډېره برخه شدیدې زلزلې ولړزوله چې له کبله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
دغه زلزله چې د ريښتر په کچه ۵،۳ درجې اټکل شوې مرکز یې د ننګرهار شمال ختیځ د هندوکش غرونه ښودل شوي دي. زلزلې تر ټولو ډېر زیان په کونړ ولایت کې اړولى دی.

د عدلیې وزارت مسوولانو نن «ملت ته د دولت حسابورکونې» پروګرام په دوام خپل یو کلن کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر په دې غونډه کې وویل چې افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نه ویني. د نوموړي په باور، افغانستان کې سیاسي ګوندونه «پر بېلابېلو سیمو او ژبو د افغانستان د وېشلو په مانا» دي.

پر بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیډر بار د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ته ویلي چې د اسلامي امارت چارواکو د سفر معافیت پای ته ورسوي او نور مشران یې هم د سفر بندیزونو نوملړ ته ور زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي تراوسه د اسلامي امارت چارواکو د سفر د معافیت مودې غځولو په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د حقونو د برابروالي اصل نقض دی او په هېڅ ډول توجیه کېدای نهشي.
نوموړي نن پر ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې نجونې لا هم له زدهکړو بېبرخې دي. هغه ټینګار کړی چې د افغان نجونو ذهن او روان له ښوونځي سره تړلي دي.

په دغه تصویر کې چې نن پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، لیدل کېږي چې د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مجیبالرحمن انصاري د رییسالوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره څنګ په څنګ ناست دی.

هرات کې ولسې سرچینې وايي چې د ګازرګاه جومات خطیب مجیبالرحمن انصاري نن غرمه مهال په یوې چاودنه کې وژل شوی دی.
مجیبالرحمن انصاري ته نږدې کسان او ولسي سرچینې دې چاودنه کې د نوموړي وژنه تاییدوي. په همدې حال کې د هرات د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې د مجیبالرحمن انصاري وژنه تایید کړې ده.

د پروان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې وسلهوالو غلو یو پلار او د هغه زوی چې درې ورځې مخکې یې واده کړی و، وژلي دي.

د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د ولایتي ادارې په همکاري د لغمان مهترلام ښار «سلطان غازي بابا، مومناباد او سنګر مېنې» سیمو د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسونې یوه لمریزه شبکه فعاله او د دوه نورو د رغونې چارې یې پیل کړې.

هېواد کې د سیاسي تحولاتو راپدېخوا ګڼشمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دا مهال له اقتصادي او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د یادو اقتصادي ستونزو له کبله ځینې کورنۍ اړ شوي چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل ماشومان د زدهکړو پر ځای کار ځایونو ته ولېږدوي، څو د کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کړي.

د «الهه» په نوم یوه نجلۍ چې ځان د کابل طبي پوهنتون محصله بولي، په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ادعا کوي چې د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي په زوره ورسره نکاح کړې ده. هغه ادعا کوي چې له واده وروسته به سعید خوستي د وهلو ډبولو ترڅنګ، نور ظلم هم ورسره کاوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېګاه ناوخته افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت د ارزونې په اړه غونډه وکړه.
که څه هم دغه ناسته د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، خو د نړۍ ستر ځواکونو دې ناسته کې پر بل تندې نیوکې وکړې. ویل کېږي چې دغه ناسته د روسیې او امریکا د استازیو ترمنځ په لفظي شخړې پیل شوه.

د غزني د روږدو کسانو د درملنې پنځوس بستر روغتون ډاکټران او کارکوونکي وايي چې له د روان کال له پیل راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او دې موده کې د دغه روغتون د لګښتونو لپاره هم هېڅ بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې.

د پاکستان حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بېپېلوټه الوتکې له دغه هېواد راځي، غبرګون ښودلی او د نوموړي دغه څرګندونې یې د افسوس وړ بللي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډول تورونه د ډيپلوماټیک چلن له معیارونو څخه سرغړونه او د افسوس وړ دي.

څه باندې یو کال تېر شو چې هېواد کې اسلامي امارت واکمن دی او سره له دې چې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.
په دې موده کې افغانان په بېلابېلو برخو کې له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان وو چې له کبله یې سرپرست حکومت له نړیوالو فشارونو سره هم مخ دی.