کندهار کې د لوړ عمر‌ نجونې زده‌کوونکې له ښوونځيو ایستل شوي

د کندهار یوشمېر سیمو کې هغه نجونې زده‌کوونکې چې عمرونه یې لوړ دي او پنځم-شپږم ټولګیو کې زده‌کړې کوي، له ښوونځیو ایستل شوي دي. دغه نجونې وايي، د ښوونځيو د مديرانو له‌خوا ورته ويل شوي چې ښوونځيو ته دي نه ور‌ځي. دغه نجونې زده‌کوونکې د اسلامي امارت چارواکو څخه غوښتنه کوي چې ورته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د ا.ا له لوري د کورونو پلټلو پر وړاندې غبرګونونه

له څو ورځو راهیسې په کابل، مزار شریف او کندوز کې د اسلامي امارت له لوري د کورونو  بیا پلټلو په اړه راپورونه خپرېږي. د مزار شریف او کندوز اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت په دغو ولایتونو کې یو ځل بیا د خلکو د کورونو پلټلو ته مخه کړې او لا هم دا لړۍ روانه ده. د اسلامي امارت له لوري په دغه ولایتونو کې د کورونو د پلټنې عملیاتو پیلېدل د ټولنیزو رسنیو د یو‌شمېر کارونو له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. 

جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ پر ۱۵۰ بې‌وزله مېرمنو د خیاطۍ وسایل ووېشل

جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ ۱۵۰ هغه مېرمنې چې بې‌وزله او د کورنۍ سرپرست نه‌لري، د خیاطۍ په برخه کې روزلي او نن یې پر یادو مېرمنو د کار د پیل په موخه د خیاطۍ ماشینونه او نور وسایل ووېشل، څو د خپل کورني اقتصاد پياوړتیا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلي.

یوه ایراني هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د «کېش اېرلاین» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

د یاد وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي، دغه ایرانی شرکت چې نیمه دولتی دی. پرون یې له ایران څخه خپله لومړۍ الوتنه د افغانستان کندهار ولایت ته کړې ده.

محمداشرف غني: د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له امله «جمهوري نظام» وپرځېد

د افغانستان پرځول شوي مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له کبله د نوموړي په مشري «جمهوري نظام» پرځول شوی دی. نوموړي ویلي، هیله لري داسې یوه افغانستان ته ورستون شي چې بې‌وزله او شتمن په ټولو برخو کې یو شان ونډه ولري او هغه ثبات لاس ته راوړي چې ترې اخیستل شوی دی.

توماس نېکلسون: د افغان نجونو د ښوونځیو بیاپرانیستل لومړۍ درجه غوښتنه ده

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستلو په اړه ډېرې خبرې کړې، خو افغانستان کې نور داسې مسایل هم شته چې باید پرې خبرې وشي. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستل د دوی لومړیتوب دی.

ننګرهار او لغمان کې سېلابونه؛ هوايي ځواک ٤٠٠ کسان ژغورلي

په ختیځ زون کې امنیتي مسوولان وايي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې یې په سېلابونو کې ایسار پاتي ۴۰۰ کسان د هوايي ځواکونو او چورلکو په مرسته ژغورلي دي. د څو ورځو راهیسې پرله‌پسې بارانونو او سېلابونو ختیځو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د نشه‌يي توکو کښت او تولید نیم میلیون افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې

د اټلانټیک کُنسول په نوم د امریکا د فکر خونې بنسټ افغانستان کې د نشه‌يي توکو د ننګونو په اړه یوه تازه راپورکې ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دغه هېواد کې د نشه‌يي توکو تجارت د ودې په حال کې دی.

راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو تجارت څه باندې نیم میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په تېر یوه کال کې ۸۰سلنه افغان ښځینه خبریالانې وزګاره شوي

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون یوه تازه راپور کې ویلي، د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

راپور کې ویل شوي چې په دې وروستي یوه کال کې نږدې ۵۵ سلنه خبریالان هم وزګاره شوي او شاوخوا ۴۰سلنه رسنۍ تړل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان تازه راپور؛ «ا.ا افغانستان کې بشري حقونه نقض کړي»

د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه یوه تازه راپور کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په تېر یوه کال کې بشري حقونه نقض کړي دي.
دغه سازمان ویلي، اسلامي امارت په تېر یوه کال کې بشري حقونو ته د رسېدو مهمې ادارې منحل کړي او د نجونو او ښځو بنسټیز حقونه یې هم ترې اخیستي دي.