
هلمند کې له ۲۵۶ روغتیايي مرکزونو څخه ۳۸ یې خپلې ودانۍ لري
د هلمند اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د معیاري روغتیايي مرکزونو د نشتون او کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې ډېری وخت له لومړنیو روغتیايي خدمتونو څخه محروم وي.

د هلمند اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د معیاري روغتیايي مرکزونو د نشتون او کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې ډېری وخت له لومړنیو روغتیايي خدمتونو څخه محروم وي.

د ملګرو ملتونو سازمان څېړونکو د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې هر څه ژر دې په عام محضر کې د دُرو وهلو او اعدام سزاګانې ودروي. په ویناپاڼې کې همداراز ویل شوي چې په عام محضر کې دُرې وهل او اعدام د شکنجې د منع نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمټې مسوولان وايي چې افغانستان کې د ژمي په نږدې کېدو او ناوړه اقتصادي وضعیت خلک له یوه داسې وضعیت سره مخ کړي چې د ځان تودولو او خوړو ترمنځ باید یو انتخاب کړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دې وړاندې هم افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټې (CPJ) پرون په یوه راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې ډېر خبریالان پهکې نیول کېږي.
په دغه راپور کې، ایران په تېر یوه کال کې د ۶۲ خبریالانو په نیول کېدو سره د نورو هېوادونو په سر کې راغلی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض سلاموطندار ته ویلي، د دغه ولایت استیناف محکمې ۲۰ کسان چې پر غلا او ناروا اړیکو مجرم ګڼل شوي وو، د خلکو په مخ کې په دُرو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند د ښځو برخې بنسټ ویلي، افغانستان کې د بېځایه شویو کسانو ډېره برخه ښځې جوړوي.
د دغه بنسټ په وینا، بېځایه شوې ښځې په لنډمهاله مېنو کې له مخ په ډېرېدونکو ګواښونو سره مخامخ دي. یاد بنسټ د لیندۍ په ۲۲مه، د سهشنبې ورځ پر ټویټر لیکلي چې شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي چې د خپلو ماشومانو درملنې لپاره یې ولایتي روغتون ته مراجعه کړې وايي، د ژمي رارسېدو سره هممهاله، په موسمي ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو کچه لوړه شوې ده.
دوی وايي چې د بېوزلۍ له امله نهشي کولای خپلو ماشومانو ته تودې جامې برابرې کړي چې له امله یې د سینهبغل په څېر پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

بلخ کې د بېوزلۍ زیاتېدو له امله ماشومان تر ډېره اغېزمن شوي دي. دغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله له زدهکړو محروم دي، له سهار تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په لټه دي. له امېد سربېره مزارشریف کې نور کوچني ماشومان هم شته چې د بېوزلۍ او ناچارۍ له کبله درنو کارونو ته اړ کړل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبه د لیندۍ ۲۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي.
د بلخي په وینا، امیرخان د جاپان له ۱۰۶ میلیونه ډالرو مرستې او مثبت ډيپلوماټیک تعامل څخه مننه کړې او دغه ډول تعامل یې د «نړیوالې ټولنې لپاره سره کرښه» بللې ده.

د غور یوشمېر معلولانو نن سهار د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د دوی د حقونو نه ورکړې له کبله د اعتراض په توګه را ټول شول او له حکومت نه یې وغوښتل چې پام ورواړوي. امیرداد چې څلورکسیزه کورنۍ ور پر غاړه ده، له حکومت څخه غواړي چې د ده په ګډون، د ټولو معلولانو حقونه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د بشري حقونو نړیوالې ورځې له را رسېدو سره هممهاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حد او قصاص جاري کولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې قصاص او د خلکو په دُرو وهلو سزاوې دې ودروي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) د پروان استېناف محکمې له لوري دغه ولایت کې د ۲۷ ښځو او نارینهوو دُورو وهلو ته په غبرګون کې ویلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې جسمي سزا منع ده.

هلمند کې یوشمېر څاروي لرونکي وایي، د ژمي په را رسېدو سره د څارویو لپاره د وښو لوړو بیو او څړځایونو نشتون له امله اړ شوي چې مالدارۍ څخه لاس واخلي. په ورته مهال لښکرګاه ښار کې یوشمېر قصابان وایي، که ماللرونکي د څارويو ساتنه پرېږدي، د غوښو اوسني قیمتونه به نور هم لوړ شي.

اسلامي امارت واک ته تر رسېدو وروسته پرون چهارشنبه د لومړي ځل لپاره فراه کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی کړی دی.
دغه کس چې پر وژنه تورن و، د قصاص حکم پرې د اسلامي امارت د یوشمېر لوړپوړو چارواکو او د عامو خلکو په حضور کې پلی شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دفاع وزارت له سرپرست محمدیعقوب مجاهد سره د خپلو خبرو جزییات شریک کړي او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت کورنی او بهرنی مشروعیت د ښځو او نجونو پر وړاندې د حکومت کړنو پورې تړلی دی.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره (یونېسف) وايي چې افغانستان کې شاوخوا ۷۹سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي.