
پکتیا کې د انځورګرانو اقتصادي ستونزې؛ «د انځورګرۍ پر ځای هوټل کې کار کوو»
پکتیا کې د نقاشي او میناتوري برخې هنرمندان وایي چې دې برخې ته د پخوا په پرتله پام کم شوی دی.

پکتیا کې د نقاشي او میناتوري برخې هنرمندان وایي چې دې برخې ته د پخوا په پرتله پام کم شوی دی.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) شنبه د مرغومي لسمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ۱۷سلنه کمښت راغلی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تېرو شلو کلونو په څېر په ۲۰۲۲ کال کې هم د خبریالانو د ورکېدو پېښې ثبت شوي دي.

که څه هم ۲۰۲۲ کال کې د سیمې او نړۍ په کچه له سیاسي ناورینه د افغانستان د وتلو لپاره پراخې هڅې وشوې، خو په کور دننه د سیاسي ناورین او بهر کې د مشروعیت ناورین لا هم پر ځای پاتې دی.
دې وضعیت د افغانستان ایسار پاتې کېدل دغه هېواد په سیمه او نړۍ کې په یوه منزوي هېواد بدل کړی دی.

اسلاماباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې پاکستان کې د افغان کډوالو زنداني کول او شکنجه ډېر دردونکې ده ا د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره به ښې پایلې ونه لري.

افغانستان کې غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز ته د غبرګونونو په لړ کې ملګروملتونو ویلي، موسسو کې د ښځو د کار موضوع د بحث وړ نه ده او اسلامي امارت باید له خپلې دغې پرېکړې په شا شي. افغانستان کې د ښځو حقونو فعالان د هغوی د حقونو له تامین څخه د ملاتړ په برخه کې د نړیوالو پر کړنلارې نیوکه کوي.

د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېسیون دغه هېواد کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه اندېښنه ښودلې ده. دغه کمېسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله د کراچۍ ښار په زندانونو کې بندیان دي.

هلمند کې ولسي وګړي شکایت کوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال دغه ولایت کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د سوند توکو په ځانګړې ډول د لرګيو بیې دوه برابره لوړې شوي دي. دوی سلاموطندار ته وویل، که دغې ستونزې ته ژره تر ژره رسېدنه و نهشي، لرې نه ده چې سږ کال له پراخو موسمي ناروغیو او د سړې هوا له کبله د نورو ژمنیو ننګونو سره مخ شي.

وروسته له هغې چې اسلامي امارت داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، یوشمېر دغو بهرنیو موسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي. دغو بنسټونو چې تر ډېره یې اړمنو ته د مرستو رسولو برخه کې فعالیت کاوه، د بېوزله افغانانو د لاسنیوي برخه کې یې مهم رول درلود.

عبدالرحیم چې تخار کې د انګلیسې ژبې له ادبیاتو فارغ شوی او د دې ولایت د ینګيقلعه ولسوالي اوسېدونکی دی، وايي، په تېر یوه کال کې یې د دندې موندنې لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو بریالی نهشو.

د زابل د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د ژمي په رارسېدو سره د بېلابېلو ننګونو ترڅنګ هېڅ ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.

تخار کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده. سرچینې سلاموطندار ته ویلي، چاودنه نن چهارشنبه د مرغومې اوومه د تالقان ښار چوک مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپی وايي، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې په پایله کې یې څلور ملکیان ټپیان شوي دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا وايي چې افغان ښځې باید هره برخه کې معني لرونکی، مساوي او بشپړ ګډون ولري.
د امنیت شورا غړیو هېوادونو پرون سهشنبه د مرغومې شپږمه په یوې ویناپاڼه کې د په پوهنتونونو او نادولتي موسسو کې د ښځو د زدهکړو او کار په اړه د اسلامي امارت وروستي فرمانونه غندلي دي.

په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینهوو پر کار د اسلامي امارت د بندیز پر وړاندې د راپورته شویو غبرګونونو په دوام، د سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو افغانستان کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.

د سلاموطندار د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، د ناروې د کډوالۍ شورا، د پاملرنې موسسې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د «امامسياراې» موسسې د فعالیت له ځنډېدو وروسته، هېواد کې د یادو بنسټونو شاوخوا ۱۱۴۴۱ کارکوونکي چې ۴۳۷۳ یې ښځینه دي، وزګاره شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د موټر د تمځاینونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې دغه چاره ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې لامل شوې ده.

فواد چې دا یې مستعار نوم دی او شاوخوا ۲۴ کاله عمر لري، د فاریاب اصلي اوسېدونکی دی او تازه له پوهنتون څخه فارغ شوی دی.