
د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک ویلي چې د افغانیو ثبات او ارزښت ساتنې په موخه سبا چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک ویلي چې د افغانیو ثبات او ارزښت ساتنې په موخه سبا چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د غور د ټولګټو رییس عبدالکریم ابوشعیب سلاموطندار ته ویلي چې دوی نن مازدیګر (سهشنبه، مرغومې ۲۰) د غور-کابل لویه لاره او د یاد ولایت هغه ټولې لارې د مسافر وړونکو موټرو پرمخ تړلي چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې له لوري د سختو واورو د ورېدو اټکل پهکې شوی دی.

عبدالله جمیل چې حکومت کې له کلونو خدمت کولو وروسته څلور کاله مخکې تقاعد شوی، وايي چې له مغزي سکتې وروسته یې د سترګو دید له لاسه ورکړی او اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی.
نوموړي سلاموطندار ته وویل، هره ورځ په دې هیله تېروي چې خپل حقوق به ترلاسه کړي، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوي پوره کړي، خو دا هیله یې تراوسه نه ده پوره شوې.

د کابل ښار د کارتهاریانا سیمې یوشمېر اوسېدونکي وايي، څه باندې ۸ میاشتې کېږي چې د دولتي اوبو نلونه یې وچ شوي او خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.

زابل کې د تېرو کلونو په پرتله روان لمریز کال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په کمسارې توګه لوړه شوې ده.
روغتیايي چارواکي وايي، روان ۱۴۰۱ کال کې زابل کې ۱۳۶۱ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، په داسې حال کې چې تېر ۱۴۰۰ کال دغه شمېر ۹۸۰ ته رسېده.

یوشمېر کابل ښاریان د زړو بانکنوټونو له ډېروالي شکایت کوي او وايي چې د ورځنۍ راکړې ورکړې پر مهال زړو پیسو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل د نوي ښار یو هټۍوال شهنواز وايي چې هره ورځ له پېردونکو سره د زړو پیسو د راکړې ورکړې پر مهال له ستونزو سره مخ وي.

د غورـ کابل لویېلارې یوشمېر موټرچلوونکي او مسوولان وايي، شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې د دغه ولایت د شپږو لوېدیځو ولسوالیو مواصلاتي لارو په ګډون د غورـ کابل لویهلاره هم «بکک» کوتل کې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د بدخشان د لرې پرتو او سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ، د روغتیايي مرکزونو نهشتون او د درملو کمښت څخه شکایت کوي.
دوی سلاموطندار ته ویلي چې روغتیايي مرکزونو او درملو ته نهلاسرسي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې یې له دغه هېواد څخه په زرګونه هغه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته لېږلي چې په ناقانونه توګه ترکیې ته راغلي وو. د ترکي رسنیو په خپرو شویو راپورونو کې راغلي چې په اخراج شویو کډوالو کې ۶۸۲۹۰ یې هغه افغانان دي چې په ناقانونه دغه هېواد ته تللي وو.

افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو ځنډېدو سره هم مهاله بشردوستانه چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، يونېسف او د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د ښځو پر وړاندې رامنځته شوي بندیزونه باید لرې شي.

کابل کې د ماشومانو د روغتیا «اندراګاندي» روغتون مسوولان وايي، دې وروستیو کې پر سینهبغل او تنفسي ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.

په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د پاکستان د کراچۍ ښار له بېلابېلو زندانونو څخه سلګونه افغان کډوال نن ازاد او ډېر ژر به بېرته هېواد ته ستانه کړل شي.
د افغانستان سفارت نن شنبه د مرغومې اوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په ازادو شویو کسانو کې ۵۴ ښځې او ۹۷ ماشومان شامل دي.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) لوګر کي ۹۱۱ محلي ټولګي چې پهکې له لیکلوست محروم زدهکوونکي تر درېیم ټولګي پورې په لیک لوست بوخت وو، دا مهال د زدهکوونکو پر مخ تړلي دي. د لوګر پوهنې ریاست ویاند وايي، هڅه کوي دغې ستونزې ته حل لاره ولټوي او تړل شوي محلي ټولګي د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شي.

فاریاب کې سرچینې سلاموطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال دوه زدهکوونکي مړه شوي دي. پېښه د فاریاب د اندخوی ولسوالي اړوند «دولت دروازه» سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینه همداراز زیاتوي چې دغه ټرافیکي پېښه د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ له کبله د فاریاب جوزجان پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

د بلخ د روضې په شمالي دروازه کې د لاسي توکو ښځینه پلورونکې چې شمېر یې نږدې ۴۰ ته رسېږي، له اسلامي امارت غواړي چې ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړو اجازه ورکړي. دوی سلاموطندار سره خبرو کې ویلي، اسلامي امارت باید هغو لوستو ښځو ته بېرته د کار کولو اجازه ورکړي چې له دې وړاندې یې دندې لرلې.

کابل کې یوشمېر ځوانانو په رضاکارانه توګه اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه د سکرو وېش پروګرام پیل کړی. تراوسه په دغه پروګرام څه باندې ۲۵۰ اړمنو کورنیو باندې سکاره وېشل شوي دي. دغه پروګرام پنجشنبه د مرغومې ۱۵مه د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د کابینې د یوشمېر غړیو په شتون کې پیل شو.