
د جوزجان قوشتپې ولسوالي کې له مخابراتي خدمتونو د خلکو شکایت
د جوزجان د قوشتپې ولسوالي اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته د نهلاسرسي څخه شکایت کوي او وايي، د ټلیفوني اړیکو ټینګولو لپاره اړ دي چې نیم ساعت مزل وکړي او غرونو ته وخېژي.

د جوزجان د قوشتپې ولسوالي اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته د نهلاسرسي څخه شکایت کوي او وايي، د ټلیفوني اړیکو ټینګولو لپاره اړ دي چې نیم ساعت مزل وکړي او غرونو ته وخېژي.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره «یونېسف» وايي چې افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو له تر ټولو سخت ژمی تجربه کوي.
یونېسف د دغې ادارې د اجراییه مرستیال عمر عبدي له قوله پرون دوشنبه د سلواغې ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې روان ژمي کې د افغانانو بشري اړتیاوې ډېرې دي.

هېواد کې د لوږې کچې لوړېدو او د کسبګرو وضعیت خرابېدو سره هممهاله، کابل ښار کې د زاړو او پخوانیو رسټورانټونو خاوندان وايي، د خپل کار د راتلونکې په هیله هڅه کوي چې پېرېدونکي وساتي.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ د سلواغې ۱۹مه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړو حق ورکړې او روان سیاسي ناورین د حل برخه کې د هڅو پر دوام نن ترهګرۍ سره د مبارزې او د منازعاتو د حل چارو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني کابل ته راغلی دی.

په داسې حال کې چې ځینې افغانان د اقتصادي ستونزو او بېوزله له امله خپل ناروغان روغتون ته د درملنې لپاره نشي وړلی، په تازهګۍ سره یوشمېر ډاکټرانو د کابل په دارلامان سیمه کې د «طلوع خدمت د ډاکټرانو مجتمع» په نوم روغتون جوړ کړی دی.

د ژمي د سړې هوا په پراخېدو سره هېواد کې هغه کسان لا له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې د بېوزلۍ له امله شپې په لوږه او ورځې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو تېروي. اوږدې جګړې، وچکالۍ او بېوزلۍ سربېره د ځینو نورو لاملونو له کبله ګڼشمېر کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې او ډېری دغه کورنۍ د یوې ښې راتلونکې په تمه کابل کې مېشتې شوې.

پاکستان کې د ناامنیو زیاتېدو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف خېبرپښتونخوا کې د یوې غونډې پر مهال ا.ا څخه غوښتي چې د ترهګرۍ په ځانګړې توګه د «پاکستاني طا لبانو» مهار کې ورسره همکاري وکړي. د چارو شنونکي وايي، پاکستان افغانستان کې واک ته د ا.ا له رسېدو وړاندې د ستراتيژیکو ګټو تمه درلوده.

د تخار اوسېدونکی امیرمحمد هره ورځ د لمر راختلو سره سم «بېلچه او کولنګ» اخلي او د دې ولایت د کوکچې سیند غاړې ته د سرو زرو په لټه شګې چاڼوي.
نوموړي سلاموطندار ته وویل چې د زر شویۍ له لارې د ورځې له پنځو تر ۶۰۰ افغانیو ګټي او له ده سره د سلګونو نورو کسانو هم همدغه د ګټې وټې ښه لاره ده.

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالي کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال د یوې نجلۍ په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

روزګان کې له تېرو۳۰ کلونو راهسې په سوداګریزه راکړه ورکړه کې کلداره کارول کېږي، خو اوس د دغه ولایت محلي مسوولانو خلکو ته ضربالاجل ټاکلی چې له دې وروسته به کلداره نه کاروي. د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس دې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل، که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، قانوني چلن سره به مخ شي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال د سیمهییزې همکارۍ او افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د سرطان ناروغۍ نړیوالې ورځې را رسېدو سره هممهاله د عامې روغتیا وزارت مسوولان سلاموطندار ته وايي، د تېر ۲۰۲۲ کال پر مهال هېواد کې ۳۰۰۰ کسان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، په دغه موده کې شاوخوا ۳۳۰۰ نور کسان بیا پر سرطان ناروغۍ اخته شوي دي.

د بلخ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري ویلي چې دغه پېښه جمعه د سلواغې ۱۴مه د دې ولایت د چمتال ولسوالي «جرقلعه» کلي کې رامنځته شوې ده. د بلخ د امنیې قومندان په وینا، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي په خپل کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

فران ایکویزا افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونېسف د نوي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
فران ایکویزا ویلي چې افغانستان د نړۍ په کچه له یوه ستر ناورین سره مخ دی او په وینا یې، دغه هېواد کې روان وضعیت ته په پام د یونېسف ماموریت ډېر مهم دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار رییس عبدالحق حماد منلې چې امنیتي ادارو د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل بیولی دی. حماد پر ټویټر لیکلي چې مشعل د څېړنو لپاره بیول شوی دی. هغه تور لګولی چې مشعل د نظام پر وړاندې «پاروونکې کړنې» سر ته رسولې او خبریالان یې پر ځان را ټول کړي وو چې پر سړک یې بیروبار هم جوړ کړی و.