د لغمان ځینې تاریخي ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري

د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د «سراج تاريخي کلا، د مهترلام بابا زيارت او شاهي منار» د دغه ولايت نوموتي تاريخي ځايونه بلل کېږي.

خو د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولان وايي چې په ټولیزه توګه په دغه ولايت کې شاوخوا ۵۰ تاريخي ځایونه شته چې یوشمېر یې بیارغونې ته اړتیا لري. بله‌خوا په لغمان کې يوشمېر فرهنګيان د ځينو رغول شويو تاريخي ځايونو ساتنې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: ایران سره د سوداګرۍ کچې لوړېدو هڅې روانې دي

د ا.ا چارواکي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي ترڅنګ وايي، هڅې روانې دي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له دوه میلیارډ ډالرو لس میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي. د اقتصادي چارو کارپوهان د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او دې برخه کې د متخصصو کسانو ګومارل د هېواد په ګټه بولي.

نوی ښوونیز کال؛ نجونې زده‌کوونکې: ښوونځیو ته د تلو هیلې مو لاهم ژوندۍ دي

د نوي ښوونیز کال د پیل په درشل کې یوشمېر نجونې زده‌کوونکې وايي چې لا یې هم ښوونځیو ته د تلو هیلې ژوندۍ دي او د زده‌کړو د دروازو بیاپرانېستو ته په تمه دي.

کابل کې د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې نمجه سلام‌وطندار ته وايي چې د ښوونځیو بیاپرانېستلو ته شېبې شماري او په وینا یې، ښوونځي تګ ورته په یوې هیلې بدل شوی دی.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا دوشنبه د کب میاشتې په ۲۹مه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن یکشنبه د کب ۲۸مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د خبریال ملي ورځ؛ نی: د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ په ورځ ډېرېږي

نن د کب اووه‌ویشتمه، د شنبې ورځ د خبریال ملي ورځ ده. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د دې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ورځ تر بلې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېرېږي. نی ویلي، سږ کال د خبریال ملي ورځ داسې مهال را ورسېده چې افغان خبریالانو له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځېد

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د دغه سازمان د ځانګړې استازولۍ یا یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځوه.
د ملګرو ملتونو په پرېکړه‌لیک کې چې د کب په ۲۵مه، د پنجشنبې ورځ خپور شوی، لیکل شوي چې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې څرنګه چې په ۲۶۲۶ پرېکړه‌لیک کې تعریف شوی، نوی شوی دی.

بلخ کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ پرانېستل شو

د بلخ  محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یې د ښځو لپاره د «خدیجه ‌الکبرا» په نوم ځانګړی مارکېټ پرانیستی دی.

دغه سوداګریز مارکېټ چې نږدې ۲۰۰ هټۍ لري، له څه وخت راهیسې غیرفعاله و او د مزارشریف ښاروالي او د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست له لوري بېرته فعال شو.

ستړیاوې او کړاوونه؛ افغان کډوال: نړیوالو بنسټونو مو غږ نه‌دی اورېدلی

افغانستان کې روان اقتصادي او امنیتي وضعیت لامل شوی چې میلیونونه افغانان د یوې ښې راتلونکې او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوالي وکړي.

د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ ویاندې شبیا منتو په یوې خبري ناسته کې ویلي چې افغانستان کې روان ناورین ته په کتو افغان کډوال لاسنيوي ته اړتیا لري.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د کب میاشتې په ۲۷مه نېټه به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن پنج‌شنبه د کب ۲۵مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

کابل کې د موټرو لوړې کرایې؛ خلک: د ۲۰ پرځای ۳۰ افغانۍ راڅخه اخلي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د ښاري موټرو د کرایې له لوړېدو د نیوکې ترڅنګ وايي چې موټر چلوونکي په خپل‌سري توګه له خلکو کرایه اخلي.

د کابل اوسېدونکی مصطفی چې د «شهر نو» په یوې مغازه کې کار کوي او هره ورځ له کوټه‌سنګي څخه خپل کار ځای ته تګ‌راتګ کوي، وايي چې د ښاري موټرو د لوړې کرایې له کبله اړ شوی چې له کوره تر مغازې پیاده تګ وکړي.

د کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون پرانېستل شو

د نوي کال په رانږدې‌کېدو سره د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون د کرنې وزارت له‌خوا د کابل بادام‌باغ کې پرانېستل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.

ټاکل شوې دغه نندارتون کې ۲۶۳ غرفو کې چې ۵۶ یې د ښځو لپاره ځانګړي شوي، کرنیز محصولات، لاسي صنایع، د کرنې برخې ماشین‌ري، نباتات او طبي بوټي نندارې ته وړاندې شي.

فراه کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

فراه کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده. پېښه پرون سه‌شنبه د کب ۲۳مه د یاد ولایت د شیب‌کوه ولسوالي اړوند «کاریز مردان» کلي کې رامنځته شوې ده.

دایکندي کې ټرافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او یوولس ټپیان دي

دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال درې کسان مړه او یوولس نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، ټرافیکي پېښې د یاد ولایت په میرامور ولسوالي او نیلي ښار کې رامنځته شوي چې مړو شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.