افغانستان کې د ښځینه هنرمندانو د عوایدو پام وړ کموالی؛ «لاسته‌راوړنه نه‌لرو»

د تاریخ په اوږدو کې د ښځو هنري هڅې له هېچا پټې نه‌دي، خو بېلابېلو هېوادونو له هغې ډلې افغانستان کې پوځي-سیاسي تحولاتو  تل د ښځو پر فعالیتونو په ځانګړې توګه هنري کارونو سیوری غوړلی چې ځینې مېرمنې یې ناهیلې کړي او اوس دې باور ته رسېدلي چې افغانستان کې نور هنري فعالیتونه ځای نه‌لري.

کندهار کې د روږدو یو خصوصي روغتون د روغو کسانو ساتلو له امله تړل شوی

د کندهار سپین‌بولدک کې د روږدو کسانو د درملنې یو خصوصي روغتون د روغو کسانو د بندي‌کولو په تور او ډاکټرانو نشتون له امله تړل شوی دی.

د کندهار د امنیې قومنداني ویاند اسدالله جمشید سلام‌وطندار ته ویلي، د «ملازینو» په نوم د روږدو د درملنې خصوصي روغتون د طبي وسایلو نشتون، ناروغانو ته د لازمو خدمتونو نه رسولو او یو‌شمېر نورو سرغړونو له امله تړل شوی.

لوګر کې د سیرت‌النبي سیالي ترسره شوه

د لوګر  اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوه «خیریه بنسټ» په همکاري د ولایت په کچه د سیرت‌النبي (ص) ستره سیالۍ ترسره شوه.

د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل چې دغه سیالي د پل‌علم ښار په ورزشي سټېډیوم کې په شفافه توګه واخیستل شوه چې په‌کې د مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو شاوخوا ۱۷سوه کسانو چې ډېری یې د ښوونځيو، دیني مدرسو زده‌کوونکي او د پوهنتون محصلین دي، ګډون کړی وو.

ملګري ملتونه سبا قطر کې د افغانستان وضعیت په اړه غونډه جوړوي

که څه هم تراوسه د دغې ناستې کره اجنډا نه ده په ډاګه شوې، خو ویل شوي چې یاده ناسته کې به د افغانستان پر وضعیت، له اسلامي امارت سره د نړیوالو اړیکو پر څرنګوالي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له‌خوا د ځانګړي استازي پر ټاکلو او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سرمنشي د ځانګړي همغږي‌کوونکي د خپلواکو ارزونو په اړه بحث او خبرې وشي.

د کابل-لوګر لویې لارې موټرچلوونکي: پیسې راڅخه اخلي، خو تم‌ځایونه نشته

د کابل-لوګر لويې لارې یوشمیر موټرچلوونکي وايي چې د دې لارې موټرو لپاره د تم‌ځایونو نشتون  له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، د کابل- لوګر لیني موټرو لپاره پلازمېنه کابل او  پُل‌علم کې تم‌ځایونه نشته او په وینا یې، په ډېرې سختۍ سورلۍ پیدا کوي.

ستانکزی پاکستان ته: له بې‌ځایه تبصرو لاس واخلئ، ډیورنډ نه‌منوو

د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې پاکستان دې له بې‌ځایه څرګندونو لاس واخلي او په وینا یې، «ډیورنډ کرښه» به هېڅ‌کله ونه‌مني.

نوموړي دغه څرګندونې پُل‌علم کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۵ کليزې په مناسبت جوړې شوې يوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

خوست کې د ډله‌ييز قبر موندل کېدل؛ د تري‌تم شویو کسانو د کورنۍ غړي عدالت غواړي

له هغه وروسته چې په خوست کې یو ډله‌ييز قبر کې له ۱۰۰ څخه ډېر مړي په‌کې وموندل شول، یوشمېر خوستوال چې د کورنۍ غړي یې پخوا تري‌تم شوي، له نړیوالو ادارو د پلټنو او عدالت غوښتنه کوي.

د خوست ولایتي مسوولان وایي، وړمه ورځ یې د دغه ولایت په مرکز کې شیخ زاید پوهنتون ته نږدې د یوه چېک‌ډیم د جوړېدو پر مهال په یوه ډله‌ييز قبر کې سل جسدونه موندلي او نن یې په یوه بله سیمه کې خاورو ته سپارلي دي.

میدان‌وردګ او زابل کې پر څه باندې ۴۰۰۰بې‌وزلو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي

د زابل او میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې یادو ولایتونو کې پر ۸۵۰۰ بې‌وزله کورنیو او مېرمنو خوراکي توکي وېشل شوي دي.

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري چک ولسوالي کې پر شاوخوا ۳۵۰۰ بې‌وزله او اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.

خوست کې ډله‌ییز قبر؛ د «۱۰۰» کسانو جسدونه موندل شوي

خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو ډله‌ییز قبر چې شاوخوا «۱۰۰» جسدونه په‌کې وو، موندل شوی دی.

د مسوولان په وینا، دغه ډله‌ييز قبر د مرکز اړوند د «څړبني سيمه» کې د شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه هغه مهال موندل شوی چې د اوبو د يو جوړېدونکي چک‌ډېم لپاره سيمه کې کندنې روانې وې.

ننګرهار کې د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد

ننګرهار کې د اقلیم بدلون په اړه جوړ شوی درې ورځنی نړیوال کنفرانس چې ګڼ‌شمېر کورنیو او بهرنیو چارواکو په‌کې ګډون کړی وو، «دوشنبه، سلواغې ۲۴مه» پای ته ورسېد.

د کنفرانس د بورډ غړی پوهندوی دوکتور عصمت‌الله درانی وايي، د یاد کنفرانس د پای پر ورځ د کوزکونړ د ناکامورا پارک په اړه ۴۰ استادانو پوسټر پرزینټشن وړاندې کړ چې متخصصانو سره به یې پایلې شریکې کړي.

م.جاهد هېوادونو ته: د ا.ا مخالفانو ته خپله خاوره کې د فعالیت اجازه مه‌ ورکوئ

وروسته له هغې چې پر ټولنیزو رسنیو د عیسی محمدي په نوم ټولنیز فعال او د سرپرست حکومت مخالف ایران کې د نوموړي د ممنوع‌الخروجېدو په اړه خبرونه خپاره شول، د سرپرست حکومت ویاند وايي، هېوادونه باید سیاسي مخالفانو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورنه‌کړي.

د روزګان والي مسوولانو ته: له دولتي موټرو شخصي استفاده‌کوونکي ونیسئ

د روزګان والي دغه ولایت کې د یوې غونډې پر مهال اړوند مسوولانو ته سپارښتنه کړې، هغه کسان چې له نظامي وسایطو شخصي استفاده کوي، وسایط دې ترې واخلي او قانوني چلن دې ورسره وشي.

محمدعلي جان احمد زیاته کړې چې یو‌شمېر کسان له دولتي وسایطو څخه په وادونو او نورو مراسمو کې کار اخلي چې په وینا یې، عامه نظم یې ګډوډ کړی دی.

د پکتیا بالاحصار د پاتې ۲۰سلنه سروې چارې پیل شوې

پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د «بالاحصار» د بیارغونې په موخه د تخنیکي سروې د پاتې ۲۰سلنه سروې چارې پیل شوې دي.

د پکتیا د ښار او کور جوړولو ریاست رییس عبیدالله رشاد وايي چې د ښار او کور جوړولو وزارت له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ د یاد بالاحصار د پاتې سروې چارې پیل کړي دي.

لوګر کې نږدې ۱۴۰۰ زده‌کوونکي له سواد زده‌کړو فارغ شول

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې سږ کال د مرکز پل‌علم په ګډون د پنځه ولسوالیو د سواد زده‌کړې له ۷۴ ټولګیو څخه ۱۳۷۰ زده‌کوونکي فارغ شول.

د یاد ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته وویل چې دغه زده‌کوونکي د پوهنې وزارت له لوري د سواد زده‌کړې پروګرام له جوړو شویو کورسونو څخه په مرکز پل‌علم، محمداغې، خوښۍ، بره‌کي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې فارغ شوي دي.