Asset 1SWN

د پُل‌علم د پوهنې امریت ودانۍ ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګرـښوونځی۱

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت د پراختیايي بودیجې په مالي لګښت د دغه ولایت مرکز پل‌علم د پوهنې امریت ودانۍ تر بیارغاونې وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ودانۍ د مرکز پل‌علم ښار د کوچیانو لېسه کې د درېوو میاشتو په ترڅ کې بیارغول شوې چې درې دفترونه او د اړتیا وړ ټول ملحقات لري او لګښت یې ټول د پوهنې وزارت له لوري ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې د یادې ودانۍ له پرانېستې وروسته د پل‌علم پوهنې امریت د کارکوونکو ټولې ستونزې هوارې شوي او تر پخوا به مراجعینو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د یوشمېر دولتي ادارو لپاره ودانۍ جوړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام