Asset 1SWN

ننګرهار کې د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد

GGJO226WgAAB8Gl

ننګرهار کې د اقلیم بدلون په اړه جوړ شوی درې ورځنی نړیوال کنفرانس چې ګڼ‌شمېر کورنیو او بهرنیو چارواکو په‌کې ګډون کړی وو، «دوشنبه، سلواغې ۲۳مه» پای ته ورسېد.

د کنفرانس د بورډ غړی پوهندوی دوکتور عصمت‌الله درانی وايي، د یاد کنفرانس د پای پر ورځ د کوزکونړ د ناکامورا پارک په اړه ۴۰ استادانو پوسټر پرزینټشن وړاندې کړ چې متخصصانو سره به یې پایلې شریکې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «نن د پروګرام وروستۍ ورځ وه چې دا پروګرام د ناکامورا په پارک کې نیول شوی و. په دې پروګرام کې د پوسټر پرزینټشن له لارې ۴۰ استادانو له خپلو مقالو څخه دفاع وکړه او پایلې به یې د پوهنتون له استادانو سره شریکې کړي.»

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال احسان‌الله ناصح وايي چې دغه کنفرانس ته ۱۴زره کسان راغلي وو او ۱۲میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغی. د هغه په وینا، د کنفرانس موضوع افغانستان کې نوې وه او تر ډېره په‌کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکول شوی دی.

نوموړی وايي، په دغو مقالو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو او مخنیوي پر لارو چارو بحث شوی دی. «دغه کنفرانس کې یو څو پشنهادونه هم وشو چې محلي ځنګل‌داري باید ترویج شي او کرنیزې ځمکې باید کورونو ته ور‌نه کړل شي. موږ اسلامي امارت ته هغه لومړني معلومات سپارلي، خو هڅه مو دا ده چې یو څو پالیسیاني له دغه کنفرانس څخه راوباسو او مسوولینو ته یې وسپارو.»

بل پلو له یمن څخه دغه کنفرانس ته راغلی ګډونوال دوکتور الحمید سجني وايي چې دوی به د دغه کنفرانس پیغام تر نړیوالو په ښه ډول ورسوي. نوموړي ویلي چې افغانستان باید اوبه بې‌ځایه ونه‌‌کاروي

نوموړي وویل: «افغانستان لاهم د چک‌ډیمونو جوړولو ته زیاته اړتیا لري، دوی باید چک‌ډیمونه زیات جوړ او دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، اړتیا ده چې دې برخه کې ان ماشومانو ته هم عامه پوهاوی ورکړل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې افغانستان لاهم د اقلیم بدلون له کبله د پنځو هغو هېوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو زیات زیان یې لیدلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام