د زابل او میدانوردګ محلي مسوولان وايي چې یادو ولایتونو کې پر ۴۰۰۰ بېوزله کورنیو او مېرمنو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د میدانوردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري چک ولسوالي کې پر شاوخوا ۳۵۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هرې بېوزله کورنۍ ته ۵۰ کېلو ګرامه اوړه، ۵ کیلو ګرامه غوړي، ۷کیلو ګرامه دال او ۳۰ فاکټه د ماشومانو سوپر سریال خواړه وېشل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په پام کې ده د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم په اړو او بې وزله کورنیو ورته د خوراکي توکي مرستې ووېشل شي.
بلخوا زابل کې بیا د سرې میاشتې له لوري د مرکز قلات ښار تر څنګ د بېلابېلو ولسوالیو څه باندې۵۰۰ بېپرسته کونډو مېرمنو باندې ژمني توکي وېشلې دي. د زابل د سرې میاشتې ریاست مسوولان وايي چې ۵۵۰ کونډو مېرمنو ته یې د غیرخوراکي او ژمنیو توکو مرسته کړې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادو ولایتونو هغه بېوزله کسان چې مرستې یې ترلاسه کړې، خوښي ښيي، خو وايي چې دغه مرستې باید دوامداره وي، څو د اوږدوالي لپاره پرې د خپل ژوند او نورې اړتیاوې برابرې کړي.