اسټرالیا له افغانستان سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ وځنډوله

د اسټرالیا کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، مارچ ۱۹مه اعلان کړی چې افغانستان کې د «ښځو او نجونو بشري حقونو وضعیت خرابوالي» له امله یې د دغه هېواد کرېکټ ملي لوبډلې سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ ځنډولې وه. د یاد هېواد کرېکټ بورډ ویلي چې له حکومت سره تر مشورې وروسته یې دغه پرېکړه کړې.

د لوګر والي: راتلونکی کال به د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د نوي ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې به د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي.

د دغه ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني پل‌علم کې د مرکز پل علم او ولسوالیو د محاکمو له مسوولانو سره په یوه ناسته کې وویل، د ا.ا د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د محمداغې، خوښۍ، بره کي برک، ازرې، څرخ او خروار ولسوالیو محاکمو ته اداري ودانۍ جوړېږي.

د کابینې غونډه؛ د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره ټرافیکو ته وسایل ورکول کېږي

ارګ‌ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ا.ا د کابینې غونډه چې دوشنبه، کب ۲۸مه د محمدحسن اخند په مشري جوړه شوې وه، په‌کې پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي او د موټرو سرعت کنټرولو په موخه ټرافیک پولیسو ته د اړینو وسایلو چمتو کولو په اړه د یوې طرحې پر جوړېدو خبرې شوې دي.

دفاع وزارت: د پاکستان د پوځ پر مرکزونو مو بریدونه کړي

د سرپرست حکومت د دفاع وزارت وايي چې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې، ډیورنډ کرښه ته څرمه د پاکستان د پوځ پر مرکزونو د درنو وسلو بریدونه کړي دي.

د دفاع وزارت نن دوشنبه، کب ۲۹مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه بریدونه یې پر پکتیکا او خوست د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړې دي.

د پکتیا ډنډپټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې یوې حکومتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولسوالي کې ډیورنډ کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

نښته نن دوشنبه، کب ۲۹مه سهار مهال پیل شوې چې تر دې دمه روانه ده. د جګړې پیل سره هم‌مهاله له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه هم تړل شوې.

پر خوست او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه؛ مجاهد: بدې پایلې به ولري

پر خوست او پکتیکا د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست حکومت وايي چې دغه ډول ناسنجیده کړنې به بدې پایلې ولري.

د سرپرست حکومت په یوې خبرپاڼه کې دې هوايي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې داسې پېښې به خورا بدې پایلې ولري او کابو کول به یې د پاکستان اختیار کې نه‌وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: هغو خبریالانو ته کار پیدا کوو چې دندې یې له لاسه ورکړي

عطا نوید چې په هېواد کې یې پنځه کاله له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی وايي، اوس وزګار دی او د کار موندلو لپاره چې هرې ادارې ته ورغلی، ناهیلی ترې راوتلی دی. نوموړی له حکومت څخه غواړي، څو د هغو خبریالانو لپاره چې کارونه یې له لاسه ورکړي، د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

خوست کې ځوانانو زده‌کړو ته د کورنیو هڅولو لپاره کلي په کلي کمپاین پیل کړی

خوست کې يوه ډله ځوانان کلي په کلي ګرځي او کورنۍ هڅوي چې خپل هغه ماشومان چې عمر يې ښوونځیو کې د شاملېدو لپاره برابر وي، ښوونځيو کې شامل کړي.

د دغه کمپاین په ترڅ کې هغو ماشومانو ته په وړيا ډول انځورونه هم چاپېږي چې په ښوونځي کې د شامېليدو پرمهال ورته اړتيا وي.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې «دوشنبه، کب ۲۸مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یکشنبه، د کب ۲۷مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

پر زده‌کړو او کار محدودیتونه؛ کابل کې یو‌شمېر ښځو د خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې

افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا او له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او مېرمنو راګرځولو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر ښځو د لاسي صنایعو او خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې.

په دې راپور کې له ۳۰ مېرمنو سره مرکې شوې چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره یې د خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې ده.

کندهار کې د یوه کال پر مهال د اورلګېدنې ۱۰۶ پېښې رامنځته شوي

د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېر یوه کال پرمهال د اورلګېدنې ۱۰۶ پېښې رامنځته شوي چې له امله یې نږدې ۴.۵ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی. جمشېد زیاته کړه چې د اورلګېدنې ډېری پېښې د تېلو پلورنځیو، د صنعتي پارک کارخانو، د ګازو لویو ټانکرونو، شرکتونو، سوداګریزو مرکزونو او کورونو کې رامنځته شوي دي.

نادولتي موسسې: پر تړونونو د اقتصاد وزارت د څار لارښود به مو چارې ټکنۍ کړي

د اقتصاد وزارت له ټولو کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو غوښتنه کړې چې د خپلو تدارکاتي پړاوونو مخته وړو پرمهال د دغه وزارت استازي ته بلنه ورکړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته وايي، د موسسو ټولو تدارکاتي پړاوونو کې د دغه وزارت د استازي شتون، د هغوی فعالیتونو کې رڼښت راولي او د مالیې ورکولو بحث روښانوي.

سرپرست حکومت افغانستان کې د یوناما د ماموریت له تمدید هرکلی کړی

د ملګروملتونو امنیت شورا «جمعه، کب ۲۵مه» په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولي ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د تصویب شوي پرېکړه‌لیک له مخې به یوناما د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷مې افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي. سرپرست حکومت هم د یوناما ماموریت له غځېدو هرکلی کړی او هغه یې د افغانستان په ګټه بللی دی.