Asset 1SWN

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی اسانه شوی

----------------------۰۹۹۹

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي د دغه ولایت رسنیو او خبریالانو ته د معلوماتو شریکولو لپاره ملکي او نظامي ادارو ته ویاندویان ټاکل شوي دي.

د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم پل‌علم کې د خبریالانو یوې غونډې ته وویل، د پخوا په پرتله دغه ولایت کې معلوماتو ته د خبریالانو او رسنیو لاسرسی اسانه شوی او خبریالان کولای شي چې ټولو ملکي او نظامي ادارو څخه پر خپل وخت معلومات ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صمیم زیاته کړه، ولایتي ادارې معلوماتو ته د ښه لاسرسي لپاره ملکي او نظامي ادارو ته ویاندویان ټاکلي او د پخوا په پرتله د خبریالانو او رسنیو ستونزې راکمې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي چې د ولایت په کچه د ملي او محلي رسنیو خبریالانو او دولتي ویاندویانو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغه ولایت خبریالان وایي، لاهم اړتیا شته چې د ځينو ادارو مطبوعاتي مسوولانو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام