
هلمند کې د «خرما بڼونو» دودولو لپاره هڅې پیل شوي
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لهخوا په دغه ولایت کې د «خرما بڼونو» د دودولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، سږکال یې د دغه ولایت یوشمېر سیمو کې بزګرانو ته پر ۱۰ جریبه ځمکه د خرما ننداریز او ازمایښتي بڼوڼه جوړ کړي، څو نور کروندګر هم د خرما بڼوڼو جوړولو ته وهڅول شي.














