
روژه او د توکو لوړې بیې؛ د کندهار ښاروالي: لسګونه هټۍ مو وتړلې
وروسته له هغې چې کندهار کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د لوړو بیو له امله د خلکو شکایتونه ډېر شول، د کرنې او ښاروالي مسوولانو هغه هټۍ چې په لوړه بیه یې توکي پلورل، وتړلې. د کندهار اوسېدونکو شکایت کاوه چې روژه کې هټۍوال په لوړه بیه توکي پلوري او هغه غوښه چې په قصابیو کې پلورل کېږي، معلومه نهوي چې د کوم څاروي غوښه ده.














