د پکتیا ډنډپټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده
د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې یوې حکومتي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې په دغه ولسوالي کې ډیورنډ کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.
نښته نن دوشنبه، کب ۲۹مه سهار مهال پیل شوې چې تر دې دمه روانه ده. د جګړې پیل سره هممهاله له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه هم تړل شوې.