Asset 1SWN

ننګرهار کې د یوه کال پرمهال د شري ناروغي ۱۹ ماشومان مړه کړي

شری

ننګرهار کې روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د کوچنیو ماشومانو ترمنځ د شري ناروغي پراخه شوې ده.

ننګرهار کې د انتاني ناروغيو د روغتون متخصص ډاکټر سيدمحمد محمدي سلام‌وطندار ته وویل، د تېر يوه کال په موده کې یاد روغتون ته پر شري اخته ۹۶۰ ناروغان وروړل شوي چې له ډلې یې ۱۹ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه شری یوه وژونکې ناروغي بولي او زیاتوي چې که مخه یې ونه‌نیول شي، د ګڼ‌شمېر ماشومانو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي سلام وطندار ته وویل: «يو کال کې مو ۹۶۰ کسان بستر کړي چې په دې کې ۸۰۸ کسان ښه شوي، ۱۹ ماشومان مړه شوي او د ۱۶ کسانو وضعیت نازک دی.»

بل لور ته د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي، د شري ناروغي د مخنیوي لپاره هڅې کوي، څو د يادې ناروغي د لا ډېروالي مخه ونيول شي.

د روغتیا رياست د مطبوعاتو مسوول نقيب‌الله رحيمي وايي، په پام کې لري چې د شري ناروغي د مخنیوي لپاره کور په کور واکسین پیل کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ د شري او نورو ساري ناروغيو لپاره انتاني روغتون لرو چې ټول امکانات لري. همدارنګه ټولو کلينکونو کې اړين درمل او روټين واکسين چاره کېږي چې په‌کې د شري واکسين هم شته. راتلونکې اوونۍ کې موږ د ننګرهار په يوولسو ولسوالیو کې روټين کمپاین پيلوو چې په‌کې د شري ناروغۍ واکسين هم شته دی.»

ننګرهار کې یوشمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې پر شري ناروغي اخته دي، اندېښنه ښيي او له مسوولو چارواکو غواړي چې د یادې ستونزې مخنیوی وکړي.

عتيق‌الله چې له کوټ ولسوالي څخه یې خپل وراره انتاني روغتون ته راوستی، وايي، د شري ناروغي زياته شوې او حکومت دې د مخنيوي لپاره د واکسينو تطبیق کور په کور ترسره کړي.

نوموړي وویل: «دغه ناروغي په لرې‌پرتو ولسوالیو کې بيخي زياته شوې او کوم خلک چې دلته ناروغان راولي، نو ډېر په تکلیفېږي. د اسلامي امارت څخه مو هيله ده چې د دغې ناروغي د مخنيوي لپاره په ټولو سیمو کې کمپاينونه شروع کړي، څو دلته په راتلو د لرې ولسوالیو خلک په عذاب نه‌شي.»

د روغتیايي مسوولانو په وینا، په ماشومانو کې زکام، ډېره تبه، د اشتها کمېدل او ټوخی د شري ناروغۍ نښې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

روغتياپالان وايي، پر شري اخته ناروغان بايد ګرم وساتل شي او ورته ګرم مايعات ورکړل شي، څو د ناروغۍ پر وړاندې يې د وجود مقاومت زيات شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام