
د ښځو لاسيصنایعو د پلور سوړ بازار؛ «پخوا به بهرنیان راتلل او پېرودونکي مو درلودل»
د هېواد د شمال په پنځو ولایتونو کې ۲۲صنعتکارو او سوداګرو مېرمنو سلاموطندار سره د مرکو په ترڅ کې ویلي چې کاروبار یې بازار نهلري.
یادو مېرمنو خپلو مرکو کې اندېښنه څرګنده کړې چې د لاسي صنایعو عاید یې کم دی، خو په وینا یې، اړ دي د خپلې کورنۍ اړتیاوو برابرولو لپاره پر دې کار ځان بوخت وساتي.














