
فلسطین کې د اسراییلو لهخوا هوايي برید کې ۲۰ کسان وژل شوي
د اسراییلي ځواکونو له لوري په رفاع ښار کې یوه روغتون ته نږدې پر یوې ودانۍ د برید له کبله ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اسراییلي ځواکونو له لوري په رفاع ښار کې یوه روغتون ته نږدې پر یوې ودانۍ د برید له کبله ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

روسیه کې د پخواني شوروي د دورې انتونوف-۲۴ الوتکه چې ۳۰ مسافر پهکې سپاره وو، د یاد هېواد ختیځ کې یوه هوايي ډګر ته څېرمه د پیلوټ د تېروتنې له امله پر کنګل شوي سیند ناسته کړې ده.

د شمالي کوریا مشر کېمجونګ اون د خپل اټومي پروګرام په ګډون پوځ ته امر کړی چې د جګړې چمتووالی “چټک” کړي، څو د هغه څه سره مقابله وکړي چې نوموړی یې د امریکا لهخوا بېساری مخامخېدنه اقدام بولي. د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس د جګړې چمتووالي په اړه نور جزییات نهدي ورکړي.

د اوکراین چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېل خرسون اړوند سیمه کې د روسي ځواکونو د بریدونو پر مهال پنځه ملکیان وژل شوي دي.

د چک جمهوریت په پلازمېنې پراک کې د یوه وسلهوال ځوان په ډزو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
برید پرون پنجشنبه ډسمبر ۲۱مه له غرمې وروسته د پراګ د چارلس پوهنتون په هنرونو پوهنځي کې شوی دی. دې سیمه کې ګڼې لرغونې او تاریخي سیمې شتون لري

چین کې چارواکي وايي چې سږکال دغه هېواد کې د ویډیويي ګېمونو بازار بېرته غوړېدلی او عوایدو کې یې ۱۳سلنه لوړوالی راغلی دی.
د چارواکو په وینا، سږکال د ویډیويي ګېمونو له درکه څه باندې ۳۰۳ میلیارډ یووان چې «۴۲.۶ میلیارډه ډالر» کېږي، عواید ترلاسه شوې دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد پر وړاندې د روسیې د جګړې پلوي او د اورتودوکس کلیسا مشر یې د څار نوملړ کې شامل کړی دی.

د سوېلي کوریا پوځ وايي چې د دغه هېواد دفاعي زون ته د چین او روسیې د پوځيالوتکو د الوتنې په ځواب کې یې خپلو جنګي جېټ الوتکو ته د الوتنې امر کړی دی.

د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې د نښتو پر مهال یې د یوه ډګروال په ګډون لس پوځیان وژل شوي دي.
پوځ نن «چهارشنبه، ډسمبر ۱۳مه» یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پوځیان پرون سهشنبه په نښتو کې وژل شوې دي.

د ترکیې فوټبال فدراسیون «TFF» د دغه هېواد فوټبال سوپر لیګ کې د «انکاراکوچو فوټبال کلب» مشر له لوري د یوه لوبڅار له وهلو وروسته د فوټبال سیالۍ ځنډولې دي.
یاد فدراسیون دغه پېښه «له شرمه ډګې شپې» په نوم نومولې او پېښه کې د ښکېلو کسانو د نیونې او سختې سزا ورکولو خبر ورکړی دی.

داسې مهال چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون د میلیونونو افغانانو پر ژوند منفي اغېزې کړي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د کاپ۲۸ په نوم د نړۍ اقلیمي بدلون په اتهویشتمه غونډه کې ویلي چې ټول لوري باید د اقلیمي بدلون برخه کې له سیاست لرې او په رغوونکې توګه د افغانانو په ګټه کار وکړي.

د ټسلا موټر جوړونې کمپنۍ د «سایبر ټرک» په نوم د خپل نوي جوړ کړي موټر د پلور بیه اعلان کړه چې د مخکې اعلان شوي قیمت په پرتله ۵۰سلنه لوړوالی ښيي.

له افریقا څخه د ۲۰۲۴ کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنو لوبو په لړ کې د زمبابوې خرابو سیالیو له امله یوګاناډا دغه جام ته لاره پیدا کړه.
له افریقا څخه نمیبیا او یوګانډا د امریکا او وېسټانډیز په کوربهتوب د راتلونکي ۲۰۲۴ کال شل اووره نړیوال جام ته لاره وموندله.

مېټا کمپنۍ چین کې ۴۸۰۰ جعلي فېسبوک حسابونه چې د امریکا سیاستونو په اړه به یې منځپانګې خپرولې، تړلي دي.
مېټا «فېسبوک» کمپنۍ ویلي، یاد حسابونه د چین د نفوذي کمپاین یوه برخه وه چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنونو څخه مخکې یې د امریکا سیاستونو په تړاو معلومات خپرول چې دوی بند کړې دي.

د سوېلي کوریا پلازمېنې سېول کې د «سپیو فارملرونکو» د حکومت د هغې پرېکړې له امله لاریون کړی چې له مخې به یې دغه هېواد کې د «سپي غوښې» پر خوړو بندیز لګول کېږي.
رویټرز خبري اژانس نن «پنجشنبه، نومبر ۳۰مه» راپور ورکړی، دغه کسان چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰ ته رسېده، د ولسمشر دفتر مخې ته ورټول شوي و او د یادې جنجالي پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه یې کوله.

د اکانومېسټ څارنې څانګې «EIU» د یوې تازه سروې له مخې سینګاپور او زوریخ د روان کال «۲۰۲۳» د نړۍ تر ټولو ګران بیه ښارونه بلل شوې دي.
په سروې کې له سنګاپور او زوریخ وروسته جېنوا، نیویارک او هانګ کانګ له درېیم تر پنځم ځایونه خپل کړې دي.