Asset 1SWN

پېښور زلمي او اسلام‌اباد یونایټېډ د پي‌اېس‌اېل دویمه اېلېمنېټور لوبه کوي

377639

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په دویمه اېلېمنېټور لوبه کې پېښور زلمي د اسلام‌اباد یونایټېډ پر وړاندې لوبېږي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د مارچ ۱۶مه، ۸:۳۰ بجې د پاکستان د کراچۍ ملي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلا‌اباد یونایټېډ بېګاه لومړۍ اېلېمنېټور کې کوېټه ګلاډیېټرز ته ماته ورکړه. پېښور زلمي لوبډلې بیا پلې‌اف کې له ملتان سلطانز ماته منلې وه. افغان لوبغاړی نوین‌الحق هم په یاد لیګ کې له زلمي لوبډلې سره لوبېده چې د ملي لوبډلې د سیالیو له امله یې دغه لیګ پرېښود.

د یادې سیالي ګټونکې لوبډله به د دغه لیګ په پای‌لوبه کې ملتان سلطانز سره ولوبېږي.

په دغه لیګ کې ټول‌ټال شپږ لوبډلې «پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام‌اباد یونایټېډ او کراچي کېنګز ګډون لري چې د یوه بل پر وړاندې به لوبې وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» نهم پړاو سیالي د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مې پیل شوی او د مارچ تر ۱۸مې به دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام