
پر فلسطین د اسراییل بریدونه؛ لس کسان وژل شوي او ۵۵ ټپیان دي
د راپورونو له مخې، پرون جمعه اسراییلي ځواکونو د فلسطین په غزه کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې د یوې وسلهوالې ډلې د مشر په ګډون لس کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، پرون جمعه اسراییلي ځواکونو د فلسطین په غزه کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې د یوې وسلهوالې ډلې د مشر په ګډون لس کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن ویلي چې دغه هېواد د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په يوه دقيق بريد کې وژلى دى. دا برید په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له وژلکېدو راهیسې دغې ډلې ته تر ټولو لوی ګوزار ګڼل کېږي.

د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د کابل زړه کې پر یوه کور توغندیز بریدونه وشول چې ساعت وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل، د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه تش هستوګنیز کور دوه توغندي لګېدلي او چا ته پهکې زیان نه دی اوښتی. له دغه برید دوه ورځې وروسته، د امریکا ولسمشر بېګاه ناوخته د یاد برید څرنګوالي او موخې څخه پرده پورته کړه.

د بشري حقونو څار بنسټ د افغان پناهغوښتنکو پر وړاندې د اروپايي هېوادونو له دوهګوني چلند څخه نیوکه کړې ده.
د بشري حقونو څار بنسټ اجرايي مشر کینیت رات یوې انلاین غونډې ته ویلي چې د افغانستان او اوکرايين پناهغوښتونکو پر وړاندې د اروپايي هېوادونو چلن توپیر کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په نړۍ کې د «بیزو تڼاکې» ناروغۍ مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي چې تراوسه د یادې ناروغۍ پېښې په ګڼشمېر هېوادونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ګلډمن ساکس یوټیوب چینل سره په مرکه کې ویلي، امریکا له اسلامي امارت د ګډ کار کولو څرنګوالي برخه کې له ننګونو سره مخ دی او تراوسه یې ورته د حل لاره نه ده پیدا کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ په مشري پلاوی نن دوحه کې د ا.ا له چارواکو سره ګوري. ټاکل شوې دواړه لوري د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، اقتصادي ثبات، بشريحقونو، له ګواښ سره مخ کسانو په خوندي وتلو، د نجونو ښوونځیو پر پرانېستلو او نورو مسلو خبرې وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې هڅه کوي، د اسلامي امارت د سرپرست حکومت سره د روسیې اړیکې ټينګې کړي.

د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو پکتیکا، خوست او پکتیا کې له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې امریکا له دغو زلزله ځپلو سره د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښټ د بېړنۍ بشريمرستې اعلان وکړ.

فلسطیني چارواکي وايي چې د دغه هېواد په جنین ښار کې د اسراییلو ځواکونو له لوري درې فلسطینیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل فنلنډي سیال سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې له ناټو سره د یوځای کېدو په اړه د دغه هېواد له پرېکړې ناخوښي څرګنده کړې او دا یې یوه «تېروتنه» بللې ده.

بریټانیې له سویډن او فنلنډ سره یو داسې امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې، که څوک پر دغو دوو هېوادونو برید وکړي، بریټانیا به ورسره مرسته کوي.

په سري لانکا کې د واکمن نظام پر ضد د لاریونونو په لړ کې، نن د دغه هېواد لومړي وزیر مهېندا راجاپاکسا له خپلې دندې استعفا وکړه.

د لومړي ځل لپاره یوه تورپوستې مېرمن د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه وګومارل شوه. د امریکا ولسمشر جو بایډن په لومړي ځل یوه تورپوستې مېرمن د سپینې ماڼۍ د نوې ویاندې په توګه وګومارله.

اسراييلي چارواکي وايي، په تل ابیب کې د پنجشنبې پر ماښام دوو وسلهوالو په خلکو د چړو ګوزارونه کړي چې درې کسان یې وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي. برید د اسراييل د خپلواکۍ پر ورځ شوی او دا په وروستیو اوونیو کې د خپل ډول تازه برید بلل کېږي. د حماس ډلې دغه بريد ستايلي او ويلي يې دي: «د الاقصی پر جومات بريد بې ځوابه نه پاتې کېږي.»

پر اوکراین د روسیې د برید په لړ کې ډنمارک او سوېډن د روسیې له لوري د دغو هېوادونو پر هوايي حریم د تیري په غبرګون کې د روسیې سفیران احضاروي.