
د روزګان پر دهراوود د طالبانو بريد؛ امنيې قومندانۍ د سقوط په حال کې
یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وايي، وسلهوالو طالبان د «دهراوود» ولسوالۍ بازار ته ننوتلي او د امنیې قومندانۍ پر مرکز يې بریدونه دوام لري.

یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وايي، وسلهوالو طالبان د «دهراوود» ولسوالۍ بازار ته ننوتلي او د امنیې قومندانۍ پر مرکز يې بریدونه دوام لري.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې بينالافغاني خبرې دې د قران او اسلامي شريعت پر بنسټ وي. نوموړی وايي، طالبان ادعا کوي چې کلونه يې دين لپاره مبارزه کړې؛ خو د سولې خبرې له امريکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ کوي.

د کندهار امنيتي مسوولان وايي، ياد ولايت د سړکغاړې ماين چاودنه کې د يوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.
د ياد ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزی سلاموطندار ته وايي، دغه چاودنه نن مخکې له غرمې د میوند ولسوالۍ «کارېز» سیمه کې پر زرنج موټرسایکل شوې .

د چارو د ادارې رييس فضلمحمود فضلي د ولسي جرګې له لوري د الکټرونيکي پېژندپاڼو د تعدیل د طرحې د تاييد غبرګون کې ويلي چې د الکټرونيکي پېژندپاڼو په اړه هېڅ تغیر، تعدیل او تعلیق نشته.

د هرات په مرکزي زندان کې د پولیسو او زندانیانو د اخ او ډب پرمهال ۸ بندیان وژل شوي ۸ بنديان او ۴ پولیس ټپيان شوي دي.
د هرات د عامې ورغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، د هرات په زندان کې د اخ و ډب له کبله د هرات حوزوي روغتون ته د لېږدول شویو بندیانو د جسدونو څېړنه ښيي چې يو بندي د مرمۍ په ډز او ۷ نور د نامعلومو زهري توکيو په خوړولو سره مړه شوي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وایي افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.

ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې د الکټرونيکي پېژندپاڼو د قانون د تعدیل طرحه تاييد کړه.
په دې طرحه کې چې شاوخوا ۶۰ وکيلانو لاسليکونه کړي وو، وړانديز شوې ده چې د دولتي کار کوونکيو، متقاعدینو، معلولانو او د شهیدانو د کورنیو معاشونه او حقوق د پخوانۍ کاغذي تذکرې له مخې ورکړل شي.

د وروستيو ناامنیو ډېرېدو او د سړک غاړې ماينونو د چاودنو له کبله د ملکيانو د مرګژوبلې ډېرېدو سره ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، ښايي طالبانو د شوروي يرغل پرمهال له هغوی ډېر د سړک غاړې ماینونه کارولي وي.

د دايکندي د ښځو چارو رياست مسوولان تاييدوي چې د ياد ولايت په مرکز کې د غلو يوې ډلې پر ۲۰ کلنې ښځې ډلهييز جنسي تېری کړی دی.
د ياد ولايت د ښځو چارو رييسه بېنظیر جعفري سلاموطندار ته وايي، تېره اوونۍ شپې مهال يوې ډلې غلو د مسافرو يو موټر درولی او مالونه لوټلي او وروسته يې پر يوې ۲۰کلنې مسافرې ډلهييز جنسي تېری وکړ.

د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې پر يوه هستوګنيز کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي. دغه پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په «حلقهجر» سيمه کې شوې ده.

د قیصار ولسوالۍ کسبګر او هټیوال وايي، وسلهوالو طالبانو د ولسوالۍ بازار هټیوالو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره خپل تجارتي مالونه او توکي له بازار څخه وباسي. د هغوی په خبره، د طالبانو د دې خبرداري موخه دا ده چې هغوی پلان لري د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنیې قوماندانۍ برید وکړي.

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښکېلو لورو د جګړو د درولو غږ کړی او له ښکېلو خواوو يې غوښتي چې جګړې پای ته ورسوي او د سولې لار خپله کړي.

د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم ته نږدې څېره عنایتالله بابر فرهمند له سلاموطندار سره خبرو کې وویل، په پام کې ده چې دوستم د سیاسي رهبرانو ترمنځ د اجماع جوړولو او د ورځ تر بلې ډېرېدونکيو ناامنیو د محارولو په اړه له ولسمشر غني سره د بحث په موخه، کابل ته راشي.
ویل کېږي چې په پام کې ده مارشال دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راشي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې مسوولیت په غاړه واخلي؛ خو فرهمند په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.

د لويې څارنوالۍ مسوولان وايي، د ۱۳۹۹ مالي کال له پيله تر اوسه پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳ زره پېښې ثبت شوې دي. د دوی په وينا، په وروستيو ۳ کلونو کې ۵۶۹ د جنسي تېري پېښې هم ثبت شوې دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې په قطر کې د افغان دولت او طالب استازيو ترمنځ د سولې خبرو پيلېدل نه دی لامل شوی چې د ملکي وګړيو مرګژوبله کمه شي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل سلام وطندار سره خبرو کې ویلي، پېښه تېره ورځ د کابل مزار په لویه لاره مزارشریف ښار ته نیږدې شوې چې په کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.