افغان حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا رده کړه چې افغان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي

بهرنيو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا بې‌بنسټه وبلله او رد کړه چې وايي، افغان خاوره یې پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ تېره ورځ یوه ګډه غونډه کې ویلي، افغانستان کې هندي ډيپلوماټان له افغانستان څخه په پاکستان کې ترهګريز فعالیتونه ترسره کوي.

امرالله صالح: «کابل نندارې» د خلکو د طرحو پربنسټ له اوسني حالته باسو

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د یکشنبې په ورځ پر فېسبوک لیکلي، کلونه کېږي چې کابل کې د تیاتر یوازینی مرکز کابل نندارې «بې‌کاره» پاتې دی؛ نو اړتیا ده چې له اوسني وضعیته بهر شي.

صالح د پارک سينما د ورانولو په اړه د خلکو نظرونه نه وو غوښتي؛ خو د کابل نندارې په اړه یې د خلکو د نظر ورکولو غوښتنه کړې چې د کابل نندارې برخلیک په اړه خپل لیدلوري مطرح کړي او پربنسټ به یې د تیاتر دغه مرکز اوسني حالت څخه بهر کړي.

طالبان ۳ ولایتونو کې د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته جګړه کوي

د کندوز، پکتیا او فاریاب ولایتونو امنیتي او محلي مسوولان وايي، طالبان د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته نظامي ځایونه تشخیص او ځینو مواردو کې یې په امنیتي پوستو بمونه غورځولي دي.

سلام‌وطندار یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا کندوز کې د تصویر اخیستونکيو بې‌پیلوټه الوتکو له لارې نظامي ځایونو څخه د تصویرونو اخیستو او د ډرون له لوري پر ځینو دولتي ځایونو د بم غورځولو په اړه راپور خپور کړ.

عبدالله: د تاوتریخوالي کمولو په موخه د طالب بندیانو خوشې کولو ښه پایله نه ده ورکړې

که څه هم له دې وړاندې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دا خبره کړې وه چې ډېری خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شوي، دا ځل د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله همدا خبره کوي او وايي، د بندیانو خوشې کولو ګټه نه ده کړې.

راتلونکيو څو ورځو کې به د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راشي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان لومړی وزير عمران خان به راتلونکيو څو ورځو کې کابل ته راشي.

د ياد وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د عمران خان په دې سفر کې به نوموړی له ولسمشر غني سره د افغان سولې پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

«پر کابل پوهنتون د بريد طراح ونيول شو»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د بريد طراح يې نيولی دی. نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، پر کابل پوهنتون د برید طراح عادل د محمد عارف زوی د پنجشېر اوسېدونکی دی چې تر درېیم ټولګي پورې یې د شرعياتو  پوهنځی لوستی دی.

د ناټو سرمنشي: افغانستان سولې ته رسېدو لپاره اوږده او ستونزمنه لار پر مخ لري

ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ناټو له عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سره د سولې پروسې په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې دواړو لوريو د افغانستان پر اوسني وضعيت خبرې کړې دي.

د کابل په ارغندې کې موټربم چاودنې ۴ کسان ووژل

ملي دفاع وزارت وايي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ ارغندې سيمه کې د ملي اردو پر يوه ټولي موټربم چاودنه کې د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

خو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې چې نن سهار ۶ بجې د کابل ـ پغمان ولسوالۍ ارغندې چوک سیمه کې وشوه  ۴ کسان په کې ټپيان شوي دي.

د «پر اسلامي نړۍ د بغداد د واکمنۍ وختونه» کتاب پېژندنه

دغه کتاب چې یوګ کینیډي په انګلیسي ژبه لیکلی د مسلمانانو په تاریخ کې د عباسیانو د خلافت دوره معرفي کوي. خو مخکې له دې چې  د کتاب په منځپانګې تبصره ولولو، لمړی به په دې وغږېږو چې ژباړه د ملي/ادبي فرهنګ په لوړتیا کې څه رول لري او ما ولې دغه اثر د ژباړې لپاره غوره کړی.

د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ مرکز بالاحصار کې د امنیتی ځواکونو په یوه پوسته د طالبانو په یوه برید کې ۱۲ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

خو د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي وايي چې د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی. نوموړی د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي.

سیګار: افغانستان کې له فساد سره مبارزه محدوده ده

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه لیک کې چې د بهرنیو چارو، دفاع او د امریکا د نړیوالې پراختیا مسوول ته یې لیکلی ویل شوي چې افغانستان د فساد مخنیوي لپاره محدود ګامونه پورته کړي دي او په دې هېواد کې له فساد سره مبارزه محدوده او نمایشي ده.

په دې لیک کې راغلي چې د افغانستان حکومت اصلاحات د کاغذ په پاڼو، قواعدو او د جلسو جوړولو ته محدود دي او دا اصلاحات او ګامونه هغه وخت ډېر شوي چې د مرستندويه هېوادونو نظارت زیات شوی دی.

پکتيا کې طالبانو له ساختماني شرکتونو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ اخيستي

د پکتيا ولايتي ادارې مسوولان وايي، وسله‌وال طالبان په زور او جبر د پرمختيايي پروژو له قرارداديانو، شرکتونو او سوداګرو په بېلابېلو نومونو پيسې ټولوي. د چارواکيو په خبره، طالبان د يو شمېر ټولګټو پروژو لپاره خنډونه جوړوي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د دې ولايت په ټولو پرمختيايي پروژو کې چې د ولس د هوساينې لپاره جوړېږي، وسله‌وال طالبان د بډو په توګه پيسې اخلي.

له چاودېدونکيو توکو ډک موټر چې له ايرانه افغانستان ته دننه کېده، ونيول شو

فراه کې یوه امنیتي سرچینه چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه یو ټېلر موټر چې له چاودېدونکيو توکو ډک وو او ایران څخه فراه ته دننه کېده، سرحد کې کشف او ضبط کړی دی.
سرچینې وویل، دغه موټر نه ۶۸ بورۍ چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي چې هره بورۍ کې یې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

دغو موادو نه چې ډېری یې باروت دي، د سړک غاړې ماینونو او موټربمونو کې کار اخيستل کېږي.

هلمند کې ماین چاودنې يو خبریال وواژه

هلمند کې د ژورنالستانو ټولنې مشر زین‌الله ستانکزی وايي، نن سهار څه باندې ۹ بجې د لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزه کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي پر موټر نښلېدونکي ماین چاودنه کړې.

ستانکزي وویل، دغه چاودنه کې خبریال الیاس داعي وژل شوی او یو ورور یې په کې ټپي شوی دی.

د هلمند ځايي مسوولانو تراوسه دې برخه کې څه نه دي ویلي.

کرونا د افغانستان اقتصاد ځوړ حالت ته بيولی

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي برنامې له لوري په افغانستان کې د کرونا ویروس د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو ارزونې په راپور کې چې نن خپور شوی راغلي، کرونا ویروس په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ لامل شوی دی.