
کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي
د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي او ۵۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي او ۵۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ نن د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ، د ترکمنستان-شبرغان برښنا او نوري فایبر پروژې پرانیستل شوې.
ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دغو پروژو پرانیست غونډه کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.

تخار امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز تالقانو ښار کې ناپېژاندو وسلهوالو يوه پېغله نجلۍ وژلې ده.
د تخار ولايت د امنيې قومندانۍ وياند خلیل اسیر سلاموطندار ته وايي، دغه نجلۍ د ورسج ولسوالۍ «ترشت» کلي کې اوسېده، رومینا نومېده او د حبیبالله لور وه.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي، د ټرافیکو ریاست ته یې لارښوونه کړې چې له دې وروسته باید د «۳۹» شمېره تل لپاره د موټرو له پلېټونو لرې کړي.
امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، دې شمېرې فساد ته لار برابره کړې او باید لرې شي.

لویه څارنوالي وايي چې تازه په لوګر، خوست، بامیان، دایکندي، بغلان، پروان او کندوز ولایتونو کې د کورونا اړوند بودجې د حیفومیل او اداري فساد اووه دوسیې دغې ادارې ته رسېدلې دي. د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي نن سلاموطندار ته په یوه لېږل شوي غږیز پیغام کې ویلي چې یادې دوسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بازرس ادارې له لوري ور لېږل شوې دي.

پوره دوه نيمې مياشتې کېږي چې ۹ کلن عبدالرووف له انسان تښتوونکيو سره دی او د نوموړي له پلاره يې يو ميليون او ۷۰۰ زره ډالره غوښتي دي.
د عبدالرووف کورنۍ نن مزارشریف ښار کې وايي، له يوې نيمې مياشتې ډېر وخت کېږي چې د بلخ د والي دفتر مخې ته يې د پرلت خېمه وهلې؛ خو حکومت ورته تر اوسه پورې سم پام نه دی کړی.

ارګ په تازهګۍ سره یوې اعلامیه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د «حقوقي واحد» رامنځته کولو خبر ورکړی او په راس کې يې کبير عيساخېل ګمارلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او بهرنیو شرکتونو سره د افغان دولت د ټولو هوکړهلیکونو، معاهداتو او سوداګریزو او اقتصادي قراردادونو مسوده دې، دغې ادارې سره په همغږۍ طی مراحل کړي.

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، افغانستان کې د لنډمهاله حکومت پلوي نهکوي او د افغان سولې خبرې او پایلې یې په افغانانو پورې اړه لري.
داسې حال کې چې کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له وروستي سفر او یو شمېر افغان سیاستوالو سره تر لیدنو وروسته داسې راپورونه…

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۶ کسان مړه کړي او ۸۴ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۲ زره او ۱۰۹ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې په هرات کې یې د کورنیو بېځایه شویو د ستونزو د حل لپاره یوه ګډه کاري ډله جوړه کړې ده.

د ولسي جرګې رییس وايي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو یوشانوالی د دې جرګې لپاره سره کرښه ده او تر هغه چې حکومت د مامورینو، اجیرانو، ښوونکو، ټیټپوړو کارکوونکو، سرتېرو او افسرانو د معاشونو یوشانوالي په اړه د هغوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي، د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه به تصویب نه کړي.

د بدخشان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا یوه پخواني غړي او په ارګو ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو د یوه قوماندان ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي دي.

مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې پر سر د ارګ او ولسي جرګې ترمنځ د ناندریو په دوام، په یاده بودجه کې د ۲۰ میلیارډه افغانیو ډېروالی کابینې ته وړاندې کړه. کابینې هم د مالیې وزارت طرحه تایید او ټاکل شوې نن یو ځل بیا ولسي جرګې ته ولېږل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې کندوز کې د سپینزر په نوم د غوړیو د تولید کارخونې له ۲۵ کلن ځنډ وروسته بیا خپل فعالیت پیل کړ.

د خوست ولايت يوشمېر مدني فعالانو، ځوانانو او مشرانو نن په دغه ولایت کې د ضیا ودان د ترور په غبرګون کې اعتراض وکړ او د خوست ولایت د مقام دروازې په ګډون یې د دغه ولایت ټولې دولتي ادارې وتړلې.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون مشر میر افغان صافي له مالیې وزارت سره ددغه کمیسیون په ګډه غونډه کې ويلي، که څه هم د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمیسیون په کراتو او د رسمي مکتوبونو په لېږلو سره له مالیې وزارت څخه د ۹۱یم کوډ د پیسو د لګښت د څرنګوالي په اړه پوښتلي، خو دغه وزارت په بېلابېلو پلمو سره د دوی غوښتنو ته ځواب نه ورکوي.