زلمی خلیلزاد: هغه اوازې ناسمې دي چې طالبان به کابل ونیسي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، هغه ګونګوسې ناسمې دي چې ګواکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به وسله‌وال طالبان په چټګې سره پرمختګ وکړي او کابل به تر خپلې ولکې لاندې راولي.
زلمي خلیلزاد چې د امریکا د کانګرس د بهرنیوچارو کمېتې ته خبرې کولې وویل، دا تېروتنه ده چې افغان ځواکونه تیت او پرک کېږي او لنډ وخت کې به واک طالبان ته ورسېږي.

په کډوالۍکې له هرڅه محروم افغان او د هېواد اوسنۍ رسنیزه څېره

په هېواد کې د ناخوالو او جګړو له امله په وروستیو څو لسیزو کې ګڼ‌‌شمېر افغانان د خپل سر ساتنې په موخه بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادو ته کډوال شول چې ورسره په پردي هېواد کې د نا معلومې راتلونکې سربېره د کړاوونو، ناخوالو او هر راز بدبختیو څپې پرې راوالوتې او داسې یې وځپل چې پر یادولو یې لا هم ژبه نښلي.

له نړیوالې محکمې د سیدالشهدا ښوونځي او لوګر د بریدونو د څېړلو غوښتنه

د بهرنیو چارو وزیر محمد‌حنیف اتمر نن یوې خبرې ناستې ته وویل چې هالند هېواد ته د سفر په ترڅ کې یې د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل څو د کابل د ۱۳امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي او د لوګر بریدونه وڅېړي.

بهرني ځواکونه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پوځي اډه جوړوي

د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالي مسوولان وایي، بهرنیو ځواکونو د ډېورنډ کرښې هغې غاړې پاکستاني لورې ته د يو لوی پوځي بېز په جوړولو بوخت دي او غواړي چې هلته دېره شي.
د اریوب ځاځیو ولسوال کفتان اخلاص سلام‌وطندار ته وایي، د ډېورنډ فرضي کرښې هغې لوري شيلوزان ترې منګل سیمه کې، بهرني ځواکونه په اکمالاتو او پوځي بېز جوړولو لګیا دي.

په یوه شپه او ورځ کې د کورونا له امله ۱۱کسان مړه شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ویرووس د شکمنو کسانو ۱زرو او ۸۰۹ پېښې یې کتلي دي چې ۳۰۳ هغه یې مثبتې ختلي او په موده کې بیا له دې ناروغۍ څخه ۱۱ کسان مړه شوي دي.
 پر کورونا ویرووس د اخته کسانو تازه شمېرې په ۲۲ ولایتونو کې ثبت شوي چې ورسره په یوه شپه او ورځ کې له دې وبا څخه ۱۰۸ناروغان بېرته رغېدلي دي.

پر طالبانو د افغان ځواکونو بریدونه؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۶۵ وسله‌وال وژل شوي

په  کوچني اختر کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د حکومت او طالب ډلې ترمنځ د نښتو خبرونه ورکړل شوي چې دواړه لوري یو بل ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.

ولسي جرګه: اوسنیو نازکو شرایطو ته په کتو د بهرنیانو وتل د اندېښنې وړ دي

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون نن د دې جرګې عمومي غونډه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوې اعلامیه کې وویل چې ناټو او امریکايي ځواکونه په مسوولانه توګه د دوه اړخیزه تړون له مخې افغانستان ته راغلي وو او وتل یې هم باید مسوولانه وي.

د کورونا واکسین د غوښتونکو ډېروالی او خلکو ته یې د نه رسېدو ستونزه

په وروستیو اوونیو کې د کورونا واکسین د غوښتونکو ډېروالي سره سم خلک په روغتیايي مرکزونو کې د واکسین له کمښت څخه سر ټکوي.
دوی وايي، سره له دې چې څو پرله‌پسې ورځې د کورونا واکسین کولو لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورځي، خو بیا هم نه ورته رسېږي.

د پوځ لوا کې د فاریاب د والي معرفي کېدل؛ دوستم پرې د ډزو لارښوونه کړې

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په فاریاب کې له خپلو پلویانو سره په ټیلیفوني خبرو کې هغوی ته لارښوونه کړې چې د دغه ولایت نوی والي محمد داوود لغمانی پر ټنډه وولي. هغه خپلو پلویانو ته ویلي، څومره وسلې چې لري، را ودې باسي او د هر ډول وضعیت لپاره دې چمتووالی ولري.

د اروپا په تکل “اوس په خوب کې چغې وهم”

په وارخطایئ لنډې، لنډې خبرې کوي. هرې جملې سره یې ژبه نښلي. د مهاجرت لفظ اورېدو سره داسې راټولېږي چې فکر کوې یو لوی ډار پسې اخستی. هغه ته اوس ستونزمنه ده چې د خپل سفر ترخې کیسې هېرې کړي.
کونړی ځوان قیاس قاضي‌خېل په ناقانونه لارو د ښه ژوند په لټه همدا تېره میاشت اروپا ته د تلو زړه ښه کړی وو، خو ناخبره له دې چې بخت به یې په زندان او پولیسو اړوي.

په یوه شپه او ورځ کې ۱۱۴ کسان پر کورونا اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۱۴۰۲ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۳ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۱۱۴ نور پرې اخته شوي دي.

د اوربند پای او هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو پیل

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د کوچني اختر درې ورځنی اوربند بېګاه دولس بجې پای ته ورسېد. په سوېل کې پوځیان وايي، د طالبانو پر وړاندې یې یرغلیز، چاڼیز او د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړي چې د مارجې ولسوالي لپاره او پر لښکرګاه ښار د طالب ډلې د بریدونو مسوول حسیني په ګډون په‌کې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د جنبش ګوند پلویانو د فاریاب ولایت د مقام دروازه وتړله

په فاریاب کې د ملي جنبش ګوند یو‌شمېر پلویانو د دغه ولایت د والي په توګه د محمد داوود لغماني ټاکل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی او د فاریاب ولایت مقام ودانۍ یې کلابنده کړې ده. دوی نن د میمنې ښار سړکونو ته راووتل او د فاریاب ولایت مقام دروازه یې وتړله.
په فاریاب کې د ملي جنبش ګوند غړی عبدالجلیل اور وایي، د دغه ولایت لپاره د نوي ګومارل شوي والي مخه به نیسي او په وینا یې، د خلکو له لوري د والایانو ګومارنې په تړاو د عبدالرشید دوستم د څرګندونو ملاتړ کوي.

د نړۍ بام ته د حکومت نه پاملرنه او د قرغزیانو نیوکې

د بدخشان په پامیر غرونو کې مېشت قرقیزیان وایي، په وروستیو کلونو کې د دولت د نه پاملرنې له کبله یې په پامیر سیمه کې ژوند سخت شوی او په وینا یې، که دولت د قرقیزیانو ژوند ته پاملرنه ونه کړي، افغانستان به پرېږدي او د سیمو هېوادونو په ځانګړي توګه قرقیزستان ته به ګډوال شي.
قرقیزیان د افغانستان د لږګیو اقلیتونو څخه شمېرل کېږي چې د پامیرغرونو په لمنو کې د سمندر له سطحې ۴زره متره لوړ ژوند کوي.

له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی ومړ

په هرات کې یوه باوري سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی تېره شپه په کابل کې مړ شوی دی. د سرچینې په وینا، ملا نیازی له هرات څخه کابل ته د درملنې لپاره راوړل شوی و.

ملا نیازی د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ماښام، د هرات د ګذرې ولسوالي اړوند په «میرداوود» سیمه کې له وسله‌والو کسانو سره په نښته کې ټپي شوی و. په دې نښته کې د ملا نیازي درې کسان هم وژل شوی دي. خو په هرات کې یوه امنیتي سرچینه وایي، ملا نیازی په هماغه شپه چې ټپي شوی و، مړ شوی؛ خو د طالبانو جلا شوې ډلې د نوموړي د مرګ خبر پټ ساتلی و.