
کندهار کې د وروستیو جګړو له کبله ۴۵ ښوونځي تړل شوي
له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، ژېړۍ او میوند ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي. په دې ډله کې د ارغنداب ولسوالي ډېری سیمې لا هم پر ماینونو پوښلې دي.














