د سرپل سانچارک او ګوسفندي ولسوالۍ د سقوط په درشل کې

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه ولایت په سانچارک او  ګوسفندي ولسوالیو کې ۵۰۰امنیتي ځواکونه د طالبانو په کلابندۍ کې دي. د نوموړي په وینا، طالبان د سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالۍ چې د سانچارک ولسوالي «فرشقان» کلي له روغتون سره نيږدې پرتې ولسوالۍ دي، راټول شوي او وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په یوه شپه او ورځ کې طالبانو ۵ ولسوالۍ نیولي

د طالبانو له لوري په هېواد کې د ولسوالیو د نیولو بهیر دوام لري او دې ډلې په وروستۍ یوه میاشت کې لسګونه ولسوالۍ نیولي دي. دغې ډلې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالي، د تخار ولایت اشکمش او چاه آب ولسوالۍ، د بدخشان ارغنجخواه د غور ولایت تولک  او د کندوز خان اباد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د هغو همکارانو کیسه چې سوځېدلي جسدونه یې وموندل شول

د کابل ښار له پرونۍ چاودنې وروسته د فاطمې او طیبې په لټون پسې سرګردانه ګرځي، د پېښې ځای ته ځي او روغتونونه یو په بل پسې لټوي، خو هلته یې هم څرک نه لیدل کېږي. شپه تېریږي او لا یې هم د کورنۍ غړي د لیدو تمه لري، عدلي طب ته له رسېدو سره سم ورته ویل کېږي چې طیبه او فاطمه په دې چاودنه کې وژل شوي دي. په عدلي طب کې دا جوتیږي چې د غوښې هغه شیندل شوې ټوټې چې د چاودنې له ځای څخه راټولې شوې وې، د فاطمې او طیبې سوځېدلي جسدونه دي.

د کابل چاودنو خلک په موټرو کې له تګ راتګ بېزاره کړي

پرون له غرمې وروسته د کابل په لوېدیځ کې د ښاري ټرانسپورټ پر دوو مسافر وړونکو موټرو ماین چاودنې وشوې چې له امله یې ۷کسان ووژل شول او ۶نور ټپیان شول. د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ هم په همدغه سیمه کې د ښاري ټرانسپورټ دوه ټونس ډوله موټر د نښلوونکي ماینونو ښکار شول چې له امله ۵کسان پکې ووژل شول او ۱۶ يې ټپیان کړل.

کورونا؛ په یوه شپه او ورځ کې ۸۵ کسان مړه او ۱۵۹۷ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۵ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۱۵۹۷ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې د څلور زره او ۵۸۷ شکمنو نمونو د کتنې له لارې ترلاسه شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د مړو شویو کسانو شمېر هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر ټولو لوړ هغه دی.

لغمان کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

لغمان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوه کور پنځه غړي وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د ولسي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ ویشتي او د یوې کورنۍ پنځه غړي یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی. د دوی په وینا، په پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

کابل کې غبرګو چاودنو اووه کسان ووژل او شپږ یې ټپیان کړل

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په لوېدیځ کې د سپرلۍ پر دوو لېږدوونکو موټرو شویو چاودنو کې اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د دغو چاودنو قربانیان ټول ملکیان دي. د مسوولانو په وینا، یادې چاودنې نن ماسپښین د شپږمې او دیارلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د سپرلۍ پر موټرو شوي دي.

ترکیې ته د طالبانو خبرداری؛ له افغانستانه مو سرتېري وباسئ

طالبانو هر هغه هېواد ته خبرداری ورکړی چې وغواړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو په موخه خپل سرتېري پرېږدي.
دغې ډلې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د هېڅ هېواد د ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو نه دي.

حکومت د جنايي جرمونو په څېړلو کې پاتې راغلی

د کابل ښار واټونه او کوڅې تل د جنايي پېښو او وژنو شاهدې وې، خو په دې وروستیو ورځو کې جنايي پيښې زیاتې شوي چې دغې چارې ښاریان اندېښمن کړي دي. که څه هم د قتل، وسله والو غلاوو، د ناقانونه وسلو لېږد او سړي تښتونو ته ورته جرمي پېښو کې ډېری وخت ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو په وروستیو کې د جنايي جرمنو په کړنلارې کې د بدلون په رامنځ ته کېدو سره ښاریان په ډله‌ییزه توګه قرباني ورکوي.

«که د کورونا مخنیوي لپاره بیړني تدابیر ونه نیول شي، وضعیت به له کنټروله ووځي»

په افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو او له کبله یې د مړینې شمېرو ډېرېدو ته په کتو، د عامې روغتیا وزارت له لوري ناسم وضعیت سره د مخامخېدو په اړه د خبرداري تر څنګ، د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، که افغان حکومت د کورونا د درېیمې څپې مخنیوي لپاره بیړني تدابیر ونه نیسي او نړیواله ټولنه یې هم لاسنیوی ونه کړي، وضعیت به له کنټروله ووځي.

طالبانو په پکتیا کې ۲۰۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي

د پکتيا ولایت اړوند د زرمت ولسوالي اوسېدونکو په مرکز ګردېز ښار کې د يوې ناستې پر مهال اندېښنه وښوده چې په دې ولسوالي کې د ناامنيو له زياتېدلو او د طالبانو د ګواښونو له کبله له ۲۰۰۰ زياتې کورنۍ بې‌ځايه شوي او په دغه ولسوالي کې جګړې زور اخیستی چې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او او نه شي کولای چې د خوراکي توکو د رانیولو لپاره له کورونو څخه ووځي.

کورونا په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۶۷ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۶۷ کسانو پر کورونا د اخته کېدو له کبله خپل ژوند بایللی او ۹۷۳ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې د درې زره او ۴۴۲ شکمنو نمونو د کتنو له لارې چې په یاده موده کې کتل شوي، ترلاسه شوې دي.

 د غور تولک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

له څو اوونیو کلابندۍ وروسته وسله‌والو طالبانو د غور ولایت تولک ولسوالي ودانۍ نیولې او په دغه ولسوالي کې یې له کلابندو سرتېرو سره نښته روانه ده. په غور کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د دغې ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي او په وینا یې که چېرته دغه ولسوالي ته عاجله مرسته ور ونه رسېږي، هغه سرتیري چې د وسله‌والو طالبانو له لوري کلابند شوي، وبه وژل شي.

سرپل کې ۶۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي، په دغه ولایت کې ۶۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي. د نوموړي په وینا، څو ساعته وړاندې د سرپل د مرکز اړوند په «بغاوي» سیمه کې د ملي اردو څلورم کنډک او په «سنګ توده» سیمه کې درې امنیتي پوستې له تجهیزاتو او امکاناتو سره د طالبانو لاس ته ورغلې دي.