ولسمشر غني او جو بایډن پر روان وضعیت او سولې ټیلیفوني خبرې کړي

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني پرون ماښام له بایډن سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر دوام  او د هېواد په روان وضعیت بحث او خبرې کړي دي.

طالبانو په سپین بولدک کې سلګونه کسان له کورونو اېستلي او وژلي یې دي

د کندهار  ولایت اړوند د سپين بولدک ولسوالي اوسېدونکي وایي چې په وروستیو څو ورځو کې طالبانو په دغه ولسوالي کې د شپې له‌خوا خلک له کورونو راباسي او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته بیايي چې تراوسه یې د یو‌شمېر مړي پیدا شوي او ګڼ‌شمېر یې نادرکه دي. یوه سرچینه وایي چې طالبانو له دغه ولسوالي څخه ۳۰۰کسان بېولي دي.

طالبان: که غني واک پرېږدي، وسله پر ځمکه ږدو

د سولې په خبرو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین له اسوشیټډپرس خبري اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، دغه ډله به هلته خپله وسله پر ځمکه کېږدي چې په کابل کې د ټولو ښکېلو لوریو له خوا د منلو وړ یو حکومت رامنځ ته شي او د غني حکومت هم له منځه تللی وي. سهیل شاهین وایي، دوی د واک انحصار نه غواړي او ټول باد د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

امنیتي ځواکونو له طالبانو د هرات کروخ ولسوالي بېرته نیولې

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې دغه ولایت ته د کورنیو چارو چارسبمالي او د ملي امنیت د عمومي ریاست نظامي مرستیال له راتګ وروسته، د هرات ولایت پوځي شورا دا پرېکړه وکړه چې د کرخ ولسوالي د بېرته نیولو عملیات پیل کړي او امنیتي ځواکونو دغه ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله.

غزني کې د کبانو د روزنې صنعت ته وده ورکول کېږي

د غزني د کرنې ریاست د مالدارۍ امر فایق احمدي وایي چې په تېرو وختونو کې د دغه ولایت د اوبو په بندونو کې بېلابېل ډ‌وله کبانو شتون درلود چې اوس مهال  د دغو کبانو شمېر د ښکار او وچکالۍ له امله له ورکېدو سره مخ دي. احمدي زیاتوي چې دوی په دې اړه د کرنې ریاست له لارې یوه طرحه د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر ته سپارلې چې له مخې یې، دوی کولای شي په غزني کې د کبانو د روزنې صنعت ته وده ورکړي.

امریکا طالبانو ته: ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروئ

په کابل کې د امریکا سفارت له طالبانو غوښتنه کړې چې هر څه ژر دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او پر یوه هر اړخیز اوربند دې هوکړه وکړي. دغه سفارت نن په یوه ټویټ کې له طالبانو او د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې جګړه ودروي او د افغانانو ناخوالو د ختمولو لپاره دې په بشپړه توګه د سولې په خبرو کې ګډون وکړي. سفارت ویلي چې افغانستان نه باید یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي.

مارک میلي: طالبان د لویو ښارونو د نیولو توان نه لري

د امریکا متحده ایالاتونو لوی درستیز مارک میلي وایي، که څه هم طالبانو د افغانستان له ۴۱۹ ولسوالیو څخه ۲۰۰ یې نیولي، خو دغه ډله د ولایتونو د نیولو توان او وس نه لري. د امریکا لوی درستیز دغه څرګندونې پرون د دغه هېواد له دفاع وزیر سره په پنټاګون کې وکړې. نوموړي نوموړي همداراز وویل چې امریکا د افغانستان امنیتي وضعیت څاري او د اړتیا د پېښېدو په صورت کې به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.

د ضمیر کابلوف وروستیو څرګندونو ته د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې، خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د روسې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمېر کابلوف وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې وسله‌وال طالبان د خپلو خبرو خلاف، چمتو نه دي چې د هېواد روان کړکېچ د سیاسي جوړجاړي له لارې حل کړي.

سره صلیب په شپږو میاشتو کې د نږدې ۵۰ زره ټپیانو درملنه کړې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې یې د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۹ زره او ۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.
دغه بنسټ د ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او افغانستان یې د ملکیانو لپاره یو تر ټولو خونړی هېواد بللی دی.

پکتیا ته د دوه‌څلوېښت کاله پخوانۍ سروې له مخې امکانات ورکول کېږي

د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنو استازي وايي، پکتیا د جغرافيې او د وګړو د شمېر له مخې، د سوېل ختیځ زون مرکزي ولایت دی، خو لا هم په‌کې د ۴۲ کاله پخوانۍ سروې پر بنسټ خدمتونه وړاندې کېږي. د دوی په وینا، سره له دې چې د ولايت د لومړۍ درجې کولو غوښتنه یې کړې، خو لا هم نه ده منل شوې.

طالبانو بدخشان کې د آس مجسمې ویجاړې کړي

د بدخشان ولایت محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کشم ولسوالي کې د اس مجسمې چې د وزلوبې ښکارندویي کوله او په دې وروستیو کلونو کې جوړې شوې وې، د طالبانو له لوري ویجاړې شوي دي.

غني: طالبان سولې ته اراده نه لري

ولسمشر محمداشرف غني نن د لوی اختر له لمانځه وروسته ملت ته په خپل اختریز پیغام کې پر وسله‌والو طالبانو د نیوکې په توګه وویل چې دغې ډلې د جګړې په ډېرولو سره وښوده چې سولې ته اراده نه لري او د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو، دغه ډله تراوسه د سولې په اړه جدي خبرو ته نه ده راضي کړې. ولسمشر له طالبانو وغوښتل چې د عامه تاسیساتو له ویجاړولو لاس واخلي.

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو پر وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن له خپل پاکستاني سیال شاه‌محمود قریشي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د یاد هېواد د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې دوه‌اړخیزو اړیکو او د څېړنو اعتبار ته سخت زیان رسوي.
نوموړي په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور قضیې په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې نامسلکي او له وخته مخکې بللې دي.

کابل کې بهرني ډیپلوماټان: طالبان دې نظامي عملیات ودروي

په افغانستان کې د اسټرالیا، ډنمارک، چک، اروپايي ټولنې، امریکا، بریټانیا، جاپان، سوېلي کوریا او د ناټو ملکي استازولۍ په یوه ګډه اعلامیه کې له طالب ډلې غوښتي چې ژرترژره خپل نظامي عملیات ودروي. په اعلامیه کې لیکل شوي چې د طالبانو نظامي عملیات، د خبرواترو له لارې د افغانستان د ستونزو د حل پروسه ناکاموي او د خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل کېږي.