د غور تاریخي ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي، سږکال دوی د جګړو د ډېروالي او بودجې د نه‌شتون له امله ونه شوای کړای، هغو سیمو ته چې تاریخي ابدات پکې موقعیت لري، لاړ شي او د دغو لرغونو تاریخي ابدات وضعیت له نږدې څخه وګوري. د غور فرهنګ‌پال هم په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو له ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومت حخه د مرستې غوښتنه کوي.

لښکرګاه کې د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات روان دي

په هلمند کې د ۲۱۵میوند قول اردو قوماندان سمیع سادات وايي چې له طالبانو څخه د لښکرګاه ښار د پاکولو عملیات په چټکۍ سره روان دي او ډېر ژر به د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمې بېرته د دولت تر کنټرول لاندې راشي.

هراتیان د ولسي مقاومت حرکت لپاره د مرستو راټولولو صندوق جوړوي

په هرات کې د ولسي مقاومت خوځښت ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د مرستو د راټولو صندوقونه جوړ شوي دي.  هرات کې د ولسي مقاومت د حرکت ویاند عبدالرازق احمدي سلام‌وطندار ته وایي چې دغه صندقونه د خلکو له لوري جوړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې په رسمي توګه پرانیسته وکړي.

وروستیو دوو اوونیو کې د جګړې له امله څه باندې ۵۰۰۰کورنۍ بې‌ځایه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر سلام‌وطندار ته وایي چې په دې وروستیو کې د جګړو پراخېدو او د طالبانو له خوا د ولسوالیو او د ځینو ښارونو په سقوط سره، د بې‌ځایه شوو کورنیو شمېر زیات شوی چې یوازې په وروستیو دوو اوونیو کې د جګړو له امله ۵۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي.

امریکا: د طالبانو د یرغل او تاوتریخوالي پر وړاندې د درېدو وخت رارسېدلی

د سپینې ماڼې ویانده جن ساکي وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، هغه وخت رارسېدلی چې د طالبانو د تاوتریخوالي او تیري پر وړاندې ودرېږو او افغان دولت د بریا لپاره خلک او امنیتي ځواکونه لري چې ښه روزل شوي او د طالبانو پر وړاندې د درېدو لپاره کافي تجهیزات په واک لري.

د امریکا سفارت: د طالبانو بریدونه د دوی له ژمنو سره په ټکر کې دي

کابل کې د امریکا سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه د خبرو له لارې سیاسي حل په اړه د طالبانو له ژمنو سره په ټکر کې دي. د امریکا سفارت د طالبانو له لوري پر زرنج، شبرغان ښار بریدونه او د لښکرګاه او د نورو ولایتونو د نیولو هڅې، له تاوتریخوالي ډکې بللې دي

هرات کې د جګړې کمزوري مدیریت د امنیتي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې

د هرات له جګړې څخه ۱۱ ورځې تېریږي، خو اوس هم د هرات ښار او د انجیل او ګذرې ولسوالیو ځینو سیمو کې طالبان حضور لري او امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې طالبان د انجیل او ګذرې ولسوالیو په ځینو برخو کې وځپي. د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وایي، د امنیتي او دفاعي .ځواکونو ترمنځ همغږي موجوده ده او عملیات په ګډه توګه روان دي

ماين چاودنې پکتيا کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي

د پکتيا په سيدکرم ولسوالي کې پرون ماښام د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي. د یادې کورنۍ يو غړی نورجان چې د پکتيا حوزوي روغتون ته يې  د پېښې له ځای څخه دوه ټپي ماشومان راوړي وو، سلام وطندار ته وويل چې په دې پېښه کې يې د پلار په ګډون درې نارينه، درې ښځې او شپږ ماشومان وژل شوي او د کورنۍ ۲ نور غړي یې ټپيان دي.

لاینز: ښايي افغانستان د سوریې له برخلیک سره مخ شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبرا لاینز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فوق العاده غونډې ته په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه وایي چې دغه هېواد یوه ګواښونکي مرحله کې دی او که پاملرنه ورته ونه شي، د سوریې له برخلیک سره به مخ شي. په دغه ناسته کې د ملګرو‌ملتونو د غړو هېوادونو استازیو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او د اوربند او یوې سیاسي حل لارې غوښتنه یې کړې ده.

پکتیا کې سوداګر د ګردېز-پټان د لویې لارې د ټرانزیټ غوښتنه کوي

 پکتيا کې یو‌شمېر سوداګر وايي، سره له دې چې افغان چارواکو څو ځله ورسره ژمنه کړې چې د ګردېز ـ پټان لویه‌لار به په رسمي توګه ټرانزیټي لاره کړي، خو دغه ژمنه تراوسه نه ده عملي شوې. دوی وايي، دغه لار د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د سوداګريزې راکړې ورکړې تر ټولو غوره لار ده چې د نورو تجارتي لارو په پرتله ۳۰۰ کيلومتره لنډه ده.

طالبانو د جوزجان زندان له نیولو وروسته ټول بندیان خوشې کړي

په جوزجان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د دغه ولایت پر زندان ډله‌ییز برید کړی چې دغه زندان یې نیولی او شاوخوا ۱۰۰۰بندیان چې په بېلابېلو جرمونو بندیان وو، خوشې کړي دي. د سرچینې په وینا، جګړه د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست او ۵سوه فامیلو سیمه چې د دوستم کور ته نږدې پرته ده، دوام لري.