نیو ځیلانډ له افغانستان سره ۳میلیونه ډالر مرسته کوي

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د نوي ځيلانډ دولت نن اعلان کړی چې له افغانستان سره د بشرپالنې او په دغه هېواد کې د زیانمنو افغانانو د ملاتړ په موخه ۳میلیونه ډالره مرسته کوي. د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د نوي ځيلانډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوتا په یوې وینا‌پاڼه کې ویلي چې دغه مرسته به په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ته ورکړل شي.

د ترکیې دفاع وزیر: په ۴۸ ساعتونو کې له کابل هوايي ډګر څخه شاوخوا ۶۲ الوتنې شوي

د ترکیې اناتولي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد د دفاع وزیر خلوصي اکار پرون ورته ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له کابل هوايي ډګر څخه شاوخوا ۶۲ الوتنې شوې دي.
نوموړي ویلي چې په دغو الوتنو کې «ډیپلوماټان او یوشمېر افغانان» له افغانستان څخه اېستل شوي دي.

امریکا د افغانستان بانک ۹.۵میلیارد دالر کنګل کړي

د امریکا متحده ایالاتو یوه چارواکي سه شنبه تایید کړه چې دغه هېواد د افغانستان بانک له شتمنیو څخه نږدې ۹.۵ میلیارد دالر کنکل کړي او دغو پیسو ته د طالبانو تر مشري لاندې حکومت ته د لاسرسي د مخنیوي لپاره یې افغانستان ته د نقدو پیسو د لېږد چارې درولي دي.

د طالبانو د ویاند لومړۍ خبري‌ناسته؛ په ټولنه کې د ښځو حضور ته اړتیا ده

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو دوه ورځې وروسته، د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې له دې وړاندې د نوموړي تصویر په رسنیو کې نه و خپور شوی، په خپله لومړۍ خبري غونډه کې چې بېګاه شپه یې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړه کړې وه، وایي، په ټولنه کې د ښځو حضور او فعالیت ته شدیده اړتیا ده.

کابل کې د امریکا سفارت له خپلو هېوادوالو غوښتي چې هوايي ډګر ته ور نه شي

په کابل کې د امریکا سفارت د کابل په هوايي ډګر کې له پروني سخت او خونړي وضعیت وروسته له خپلو هېوادوالو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې هوايي ډګر ته ور نه شي.
په کابل کې د امریکا شاژدافیر راس وېلسن پر خپل ټویټر لیکلي چې دی او همکاران به یې په کابل کې پاتې شي، څو له زرګونو امریکایانو او زیانمنو افغانانو سره مرسته وکړي.

جو بایډن: افغان سیاسي مشرانو جګړه ونه کړه او وتښتېدل

د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړه ویلي چې افغان سیاسي مشرانو جګړه ونه کړه او هېواد یې پرېښود.
د نوموړي په وینا، افغان ملي پوځ وپاشل شو او په ځینو برخو کې له جګړې پرته تسلیم شو چې په خبره یې، شوې پېښې له وړاندوینې ډېرې چټکې وې.

ولسمشر غني له داخلي بې‌ځایه شویو سره ۴۰میلیونه افغانۍ مرسته کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې ولسمشر محمداشرف غني د جګړې له امله بې‌ځایه شویو سره ۴۰میلیونه افغانۍ مرسته کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه مرسته نن په ارګ کې د کورنیو بې‌ځایه شویو ته د رسېدنې په اړه جوړه شوې غونډه کې اعلان کړې ده.

خراب امنیتي وضعیت کابل کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړي

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي په بازارونو کې د خوراکي توکو د لوړې بیې څخه په اندېښنې سره وایي، په داسې حال کې چې د هېواد وضعیت ناسم لوري ته روان دی د کابل په بازارونو کې د وړو، وریجې، بورې او نور د اړتیا وړ خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

غني: هڅه کوو د جګړې د پراختیا او افغانانو د وژنې مخه ونیسو

ولسمشر محمداشراف غني په هېواد کې د روان وضعیت په اړه ملت ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، اجازه نه ورکوي د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي او هڅه کوي په هېواد کې د روانې جګړې او د بې ګناه افغانانو د وژنې مخه ونیسي. هغه په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې وبلله.

د ۳۰۰۰ امریکايي سرتېرو لومړنۍ جوپه کابل ته راورسېده

د ۳۰۰۰ امریکايي سرتېرو لومړنۍ جوپه چې ټاکل شوې افغانستان ته راشي، کابل ته را رسېدلې او د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي. د دغو درې زره سرتېرو موخه چې تر یکشنبې پورې به کابل ته راشي، د امریکايي ډیپلوماټانو او د امریکا د نورو همکارانو د وتلو بهیر چټکتیا او خوندیتوب ښودل شوی دی.

ناټو: له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړکوو

د ناټو غړو هېوادونو پرون د افغانستان روان وضعیت په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړې وه او په دې ناسته کې یې له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو  خپل ملاتړ څرګند کړ. ناټو سازمان د افغانستان په اړه د ځانګړې ناستې په پای کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې ناټو د جګړې په ډګر کې خپلو ارزونو ته دوام ورکوي او له افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې سره په دوامداره توګه په اړیکې کې دي.

د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو او د هرات هوايي ډګر طالبانو ته پرېښودل شول

د هرات د ولایتي شورا غړی غلام‌حبیب هاشمي وايي، د ملاحیدر په مشري د طالبانو استازو نن له غرمې مخکې په ۲۰۷ ظفر قول‌اردو کې د کورنیو چارو وزارت له امنیتي معین، محمداسماعیل خان، د هرات والي او نورو چارواکو سره غونډه جوړه کړې ده. هاشمي وايي، یاده ناسته د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزي په منځګړتوب جوړه شوې وه.

طالبانو له پرون راهیسې د پنځو ولایتونو مرکزونه نیولي

سلام‌وطندار ته ځینو سرچینو منلې چې طالبانو له پرون راهیسې د هرات، بادغیس، غور، هلمند او کندهار مرکزونه نیولي دي.
دولتي چارواکو تر اوسه د دغو ښارونو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي. د سرچینو په وینا، د دغو ښارونو له ډلې ډېری یې له جګړې پرته طالبانو ته خوشې شوي یا هم په لاس ورکړل شوي دي. طالبانو هم ویلي چې د زمري میاشتې له پنځلسمې نېټې راهیسې یې د هېواد د پنځلس ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

افغان خبریالان د ځان او کورنۍ د امنیت په اړه اندېښنه لري

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی نن د ځوانانو، په ځانګړې توګه د ځوانو خبریالانو نړیواله ورځ چې د یوشمېر ولایتونو خبریالانو هم په‌کې ګډون کړی و، ونمانځله.
دغه خبریالان د رسنیو فعالیتونو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د اندېښنې ترڅنګ، د حکومت د جدي پام غوښتنه کوي.

طالبان دې له جګړې لاس واخلي

یوشمېر ځوانانو او مدني فعالانو نن په کابل کې د افغان ځواکونو په ملاتړ جوړ شوي نندارتون کې وویل چې جګړه د حل لاره نه ده او طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته مخه کړي.
د دغه نندارتون جوړوونکو له طالبانو وغوښتل چې له جنګي جنایتونو لاس واخلي.