
د کابل هوايي ډګر چاودنې؛ د دوو خبریالو ورونو وژنه؛ د یوه جسد ورک دی
د کابل نړیوال هوايي ډګر په یوې دروازه کې د تېرې پنجشنبې ماښام ځانمرګي برید او چاودنو تر ۱۷۰ کسان ووژل او نږدې ۲۰۰ نور کسان یې ټپیان کړل.

د کابل نړیوال هوايي ډګر په یوې دروازه کې د تېرې پنجشنبې ماښام ځانمرګي برید او چاودنو تر ۱۷۰ کسان ووژل او نږدې ۲۰۰ نور کسان یې ټپیان کړل.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او همکار بنسټونه ګاونډیو هېوادونو ته د افغانان ډلهییزې کډوالۍ ته د رسېدو لپاره چمتوالی نیسي. دا په داسې حال کې ده چې په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او وایي چې د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبان او نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د راېستلو د نېټې پر غځولو هوکړه وکړي، څو هغه افغانان چې تر ګواښ لاندې دي، ژوند یې خوندي شي.

وال سټرېټ ژورنال نن راپور ورکړی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې د پرونۍ چاودنو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، په وژل شویو کې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۹۰ افغانان شامل دي. په دې چاودنو کې نږدې ۱۶۰کسان چې ۱۸ یې امریکایي سرتیري دي، ټپیان شوي دي.

نن په کابل کې یوشمېر خبریالانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال وویل چې د دوی پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي او له نړۍوالې ټولنه څخه یې غوښتنه وکړه چې دوی له افغانستانه وباسي. دغه خبریالان وايي، وروسته له دې چې طالبانو پر هېواد ولکه ټینګه کړې، ځینې خبریالان د طالبانو له لوري وهل شوي دي.

له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو د هېواد په ۳۳ولایتونو ولکه خپله کړې، د دولتي ادارو سربېره د خصوصي تشبثاتو او د راکړې ورکړې چارې په ټپه ولاړې دي. اقتصادي کارپوهان دغه وضعیت ناورین بولي او وایي، هېواد کې به د بېوزلۍ کچه نوره هم پراخه شي.

د اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې دفاع وزیر خلوصي آکار ویلي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي. د دغه راپور پربنسټ، د ترکیې دفاع وزیر څرګنده کړې چې قصد لري ډېر ژر له افغانستان خپل ټول سرتیري راوباسي.

د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شهاب الدین دلاور نن کابل کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا له دوی څخه په افغانستان کې د دایمي اډو غوښتنه کوله چې دوی یې مخالفت کړی دی. دلاور وویل چې هېڅکله به هم اشغالګرو ته په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي.

د ازموینو ملي ادارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۰کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.

وروسته له هغې چې طالبانو پر ټول هېواد ولکه خپله کړه، له دوو اوونیو راهیسې د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې د بانکونو فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

د جي۷ یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو په غونډه کې له طالبانو غوښتنه وشوه چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د تګ راتګ لارې خوندي کړي. د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو استازیو ټینګار کړی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر باید خوندي شي او تر ټاکل شوې نېټې وروسته دې هم خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د جي۷ هېوادونو په ناسته کې د اروپا ټولنې له مشرانو، ناټو سازمان او له ملګرو ملتونو سره د افغانستان په اړه لیدلي او خبرې اترې کړي دي. په دغه لیدنه کې ټولو اړخونو ویلي چې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت مشروعیت به له نړیوالو سره د دوی د کړو ژمنو په اړه اقداماتو پورې تړلی وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه چې په هېواد کې مرستندویه بنسټونو د بشري حقونو وضعیت ناسم بللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلاممحمد اسحاقزي په دې غونډه کې د طالبانو د اقداماتو په اړه ویلي چې نړۍ دا ډله څاري او باید هغه څه ونه کړي چې بشري حقونه نقضوي.

د روغتیا نړیوال سازمان نن د افغانستان روغتیايي وضعیت په اړه په یوې انلاین ناسته کې وویل چې دغه هېواد د روغتیا په برخه کې د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او همداراز بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې مخ په لوړېدو دي او د سوند توکو بیې هم لوړې شوي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، تر هغې چې د ګمرکونو برښنایي سیستم بېرته فعاله نهشي، د بازار وضعیت به همداسې ګډوډ وي.

د طالبانو له لوري د غور ولایت له نیولو وروسته د دغه ولایت ګڼشمېر ځوانان په هېواد کې د طالبانو د حاکمیت، بېوزلۍ او وچکالۍ له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي. عبدالحمید چې په غور کې اوسېږي او دا یې مستعار نوم دی وایي، کله چې طالبان د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته دننه شول، پرېکړه یې وکړه چې دغه ولایت پرېږدي او ایران ته کډوال شي.