د کندوز په یوه جومات کې چاودنې درنه مرګ‌ژوبله اړولې

دا چاودنه نن ماسپښین شاوخوا یوه‌نیمه بجه د کندوز ښار د خان‌اباد بندر په سیداباد جامع جومات کې د لمانځه پر مهال شوې ده.
د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې په چاودنه کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي. د شاهدانو په وینا، ټپیان د کندوز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. ویل کېږي چې د سیداباد جامع جومات د شیعه‌ګانو دی.

بادغیس کې هوايي ډزو خلک اندېښمن کړي

پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا دوه میاشتې وروسته اوس هم وخت‌ناوخت هوايي ډزې کېږي چې له کبله یې خلک اندېښمنېږي او د یوې بلې جګړې د پیلېدو په فکر کې غرقېږي. د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د طالبانو له لوري د شپې له خوا د هوايي ډزو په اړه وايي چې دغو ډزو له یوې خوا شخصي دښمنۍ زیاتې کړي او بله‌خوا یې نه یوازې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې هغوی یې وېرولي او ماشومان یې لا پر رواني ناروغۍ اخته کړي دي.

قطر: نړیوال دې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته بېړه نه کوي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له امریکايي فارن پالیسي مجلې سره په مرکه کې ویلي چې قطر له خپلو نړیوالو شریکانو غوښتي، څو د طالبانو په مشرۍ د حکومت په رسمیت پېژندنه کې تلوار ونه کړي. لولوه رشید الخاطر ټینګار کړی چې له طالبانو سره تعامل باید دوام پيدا کړي، خو دا تعامل د دوی د حکومت د تائید په معنا نه دی.

ننګرهار کې د جلغوزیو حاصلات ۲۵ سلنه ډېر شوي

د ننګرهار په اتو ولسوالیو حصارک، شېرزاد، خوګیاڼو، پچيراګام، هسکه‌مېنه، کوټ، اچین او سپین‌غر ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۱۶۹۰هکټاره ځمکه د جلغوزیو طبعي ځنګلونه اباد دي چې سږ کال یې په حاصالاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د اقینې بندر سوداګر: مافیايي شرکت راڅخه غیرقانوني اخاذ‌ۍ اخلي

په فاریاب کې د اقینې بندر یو‌شمېر سوداګر په دغه بندر کې د «ټي‌سي‌ار‌سي‌/TCRC» په نوم د یوه بهرني شرکت له غیرقانوني اخاذۍ څخه شکایت کوي او وایي چې دغه مافیايي شرکت د تېلو او ګازو د کیفیت اروزنې په پلمه، د سوداګرو له هر یو ټُن مال څخه ۸ ډالر غیرقانوني اخاذي اخلي.

د غور خبریالانو بوټو او خښتو وهلو ته مخه کړې

سهار وختي دوه بجې له کوره خوځېږي او د مازدیګر څلور بجې د بوټو له وري سره بېرته راګرځي. ګل‌احمد الماس پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو مخکې خبریالي کوله چې په وینا یې، له بېلابېلو رسنیو سره یې د محلي خبریال په توګه کار کړی او اوس یې دنده له لاسه وتلې ده. ګل‌احمد الماس د هغو لسګونو خبریالانو له ډلې یو هغه دی چې د خبریالۍ کار یې له لاسه ورکړی او اوس د غور په قطس سیمه کې د ژمي لپاره بوټي راټولوي.

ننګرهار کې د ډینګي ناروغي د خپرېدو په اړه اندېښنې

د ډینګي ناروغي یوه ویروسي ناروغي ده چې د غوماشي په وسیله له یوه کس څخه بل ته لېږدول کېږي. د دې ناروغي مثبتې پېښې اوس د ډيورنډ کرښې سره د ننګرهار په دور بابا، لعل‌پورې او مومندرې ولسوالیو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا مسوولان هم مني چې دا ناروغي په یادو ولسوالیو کې خپره شوې او تر اوسه یې ۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د اسلامي امارت په راتګ سره د غالیو صادرات په ټپه درېدلي

د افغانستان غالۍ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د پلور ښه بازار لري، خو اوس یې بهر ته صادرات بند شوي دي. د غالیو د صادراتو ټولنې د اټکل مدیر عبدالودود خان وايي، د اسلامي امارت په راتلو سره د غالیو صادرات په ټپه ولاړ دي او په کور دننه یې هم په پلور کې کموالی راغلی.

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د کورونا ۱،۶ میلیونه ډوزه واکسین نېټه په خلاصېدو ده

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د اګېسټ میاشتې له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې د کورونا ویروس کتل او د دغه ویروس د واکسین ورکول کم شوي دي. دغه سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي، په افغانستان کې د کورونا ۱،۶ میلیونه ډوزه واکسین زېرمه شوی او که ژرترژره ونه کارول شي، نېټه به یې تېره شي.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۲۵ ټُنه درملو مرسته وکړه‎

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې مخکینی ځانګړی استازی رولانډ کوبیا په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې اروپايي ټولنې ۲۵ ټُنه د درملو مرسته افغانستان ته لېږلې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې مخکیني استازي ویلي، د اړمنو کسانو لپاره د اروپايي ټولنې د مرستو دغه جوپه پرون افغانستان ته رسېدلې. نوموړي دغه مرسته « د خلکو ژوند ژغورلو درمل» یاد کړي .

د برښنا شرکت پورونه په ډېرېدو دي

د برښنا شرکت د نشراتو سرپرست احمدمسعود نېکزاد د وارداتي برښنا د پورونو زیاتېدو خبر ورکوي.
نېکزاد وايي، د برښنا شرکت د ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان شاوخوا ۶۲ میلیونه ډالره پوروړی دی، په داسې حال کې چې دغه شرکت یوازې ۵۰ میلیونه ډالره بودیجه لري.

د پاسپورټ ریاست خپل فعالیت بیا پیل کړ

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د رسنیو برخې مسوول سعید خوستي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، سر له نن څخه به د پاسپورټ ریاست خپل فعالیت پیل کړي.