د بادغیس په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو کمرنګه ګډون

په بادغیس کې یوشمېر زده‌کوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي وايي، د ښوونځیو له بیا پرانېستل کېدو راهیسې د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو حضور کمرنګه دی.
دوی په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د کمرنګه حضور لامل په درسي ټولګیو کې د ډېری ښوونکو نه حضور، له هېواده د زده‌کوونکو تېښته او د ماشومانو له ښوونې او روزنې څخه د کورنیو زړه‌توري کېدل بولي.

سوېل ختيځ زون کې د جلغوزيو بیه تر نیمايي رالوېدلې

خوست، پکتيا او پکتيکا هغه ولايتونو دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په کې د جلغوزيو حاصلات دوه چنده شوي، خو بیه یې تر نیمايي رالوېدلې. ځنګلي سيمو ته پراته خلک وايي، سوداګر ورځي، خو جلغوزي ترې په ډېره ټيټه بیه اخلي. دوی وویل، تېر کال د جلغوزيو قیمتونه لوړ وو، خو سږکال يې په ټيټه بیه پلوري. د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالي کې د جلغوزیو کاروباریان وايي، د جلغوزیو بیه رالوېدلې او حکومت باید ورته بازار پیدا کړي.

ایران نن د افغانستان د ګاوڼدیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه‌ دی

د افغانستان د ګاونډویو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته نن د ایران په پلازمېنې تهران  کې جوړېږي. ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر سیدابراهیم ریسي د دغې ناستې پرانیسته وکړي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش به هم د دغې ناستې په تړاو خپل پیغام ورکړي.

هرات کې د ګمرکي تعرفې د لوړوالي له امله د سوداګرو اعتراض

په هرات کې یو‌شمېر سوداګرو او د کارخونو مسوولانو په دغه ولایت کې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال د هرات په ګمرکونو کې له لوړې تعرفې نیوکه کوي او وایي، دغه چاره د دې لامل شوې چې د دوی کارخونو ته پر وخت خام مواد ونه رسېږي او اړ شوي چې خپلې کارخونې وتړي.

د هوا سړېدل او پر کورونا د اخته کېدونکو کسانو د شمېر زیاتوالی

په کابل کې د کورونا ویروس ناروغانو ته د ځانګړي شوي افغان ـ جاپان روغتون سرطبیب ډاکټر طارق اکبري وايي، د پخوا په پرتله د کورونا ناروغي د مراجعینو شمېر مخ په زیاتېدو دی. نوموړی وايي، څو ورځې وړاندې د غزني د جاغوري ولسوالي ۲۴ اوسېدونکي دغه روغتون ته ورغلي وو چې له ډلې یې اووه هغه پر کورونا اخته وو.

افغانستان د نړۍ په کچه د انساني ناورین په درشل کې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش په خپل ټویټرپاڼه په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د یوه انساني ناورین له پېښېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د نړۍ په کچه د یوه ستر انساني ناورین په درشل کې دی.

عمران خان د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې عمران خان پرون د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې په اقلیمي چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي جان کیري سره په لیدنه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادیدو غوښتنه کړې.

نیمروز کې پر ډاکټرانو او د درملو پر نه موجودیت د خلکو نیوکې

خالد چې ۲۸ کاله عمر لري او خپل کوچنی ورور یې د زرنج ښار ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره بیولی، د ډاکټرانو پر بې‌غورۍ او د درملو پر نه موجودیت نیوکه کوي او وايي، ډاکټران د ناروغانو د درملنې په کیسه کې نه دي.
هغه وايي، د ناروغانو پایوازان اړ دي چې د اړتیا وړ درمل په درملتونونو کې وپېري، خو په وینا یې، دوی یې د پېرلو وسه نه لري.

سوېل ختيځ زون کې د تېر حکومت پر کارکوونکو د هدفي بریدونو زیاتوالی

تېره يوه اوونۍ کې پر پکتيا سربېره خوست او پکتيکا ولایتونو کې د مخکیني حکومت يو‌شمېر دولتي کارکوونکي د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوي. پکتيا کې د پخواني حکومت د لومړۍ حوزې آمر عزت الله ارين، پکتيکا کې د اردو سرتېری شميم، خوست کې د سرحدي ځواکونو افسر احسان‌الدين او شاعر هيله‌مند ژوندی، په تېره اوونۍ کې وژل شوي دي.

د کابل برښنا په راتلونکي کال کې ۲۴ ساعته کېږي

د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې د کابل برښنا څلېرویشت ساعته شي.
د برښنا شرکت عملیاتي رییس صفي‌الله احمدزی وايي، له پلخمري تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزو په بشپړېدو سره به چې اوس یې ۶۰ سلنه کارونه مخې ته تللي، د کابل برښنا ۲۴ ساعته شي. د اسلامي امارت مسوولانو تر دې مخکې ویلي وو چې د پخوانیو پوروړو چارواکو جایدادونه به وپلوري.

د ایران سفیر: د افغانستان اقتصادي ستونزې د ترهګرو ډلو لیکې پیاوړې کوي

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ویلي، د افغانستان اقتصادي ستونزې د خلکو لپاره ناورین دی چې له امله یې د پراخې کډوالۍ او د ترهګرو ډلو له لیکو سره په ځانګړې توګه داعش چې د افغانستان او ایران ګډ دښمن دی، د خلکو د یوځای کېدو لامل شوی دی. هغه زیاته کړې چې دغه کار به د ترهګرو ډلو لیکې پیاوړې کړي.

کابل کې لوږې د یوې کورنۍ اته ماشومان مړه کړي

د کابل په لوېدیځ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌‌وطندار ته ویلي چې ۲۲ ورځې وړاندې د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په اتفاق ښارګوټي کې د یوې کورنۍ اته ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي دي.
د سرچینې په خبره، د یادو ماشومانو پلار څه موده مخکې د سرطان ناروغي له امله مړ شوی او ورپسې یې مور هم د ناچارۍ او ستړي ژوند له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د غور په محکمو کې د قضیو هواري لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې

هره ورځ د غور او د یاد ولایت له ګاونډیو ولایتونو څخه ګڼ‌شمېر کسان د خپلو حقوقي او جنایي قضیو د هواري لپاره د دغه ولایت محکمو ته مراجعه کوي. دوی وایي چې د ګڼې ګوڼې له امله، ډېر کله خلک اړ کېږي چې خپل نوبت ته اوونۍ-اوونۍ په تمه شي.

طالبانو د خوست د جنایي جرمونو د پخواني آمر زوی نیولی

طالبانو د خوست د امنیې قومانداني د جنايي جرمونو پخواني آمر شېر داوود ارین زوی امید نیولی دی.
د اسلامي امارت له لوري د شېر داوود ارين د زوی اميد د نيولو خبرونه پر ټولنیزو د خلک غبرګونونه راپارولي دي.
د ټولنيزو رسنيو کاروونکو پر خپلو فېسبوک‌پاڼو ليکلي، امېد چې د خصوصي ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکی دی، اوس له طالبانو سره دی.