پکتياوال: د سلام مخابراتي شبکې ویجاړ شوي سايټونه دې بېرته فعال شي

د پکتيا څمکنيو، اريوب‌ځاځي، احمدخېلو، ميرزکه، لجه‌منګل، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې شاوخوا ۳نيمې مياشتې وړاندې د پخواني جمهوري نظام او د اسلامي امارت سرتېرو ترمنځ په نښتو کې د سلام مخابراتي شبکې تر لسو زیات سايټونه ویجاړ شول چې دامهال هم غيرفعال دي.

سهیل شاهین: ملګرو ملتونو کې له افغانانو د استازولۍ مشروع حق اخیستل شوی

ملګرو ملتونو پرېکړه کړې چې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي څوکۍ به د طالبانو سرپرست حکومت ته ورنه کړي. دغه پرېکړه پرون چهارشنبه د ملګرو ملتونو د ځانګړې کمېټې له لوري نیول شوې ده. دغې څوکۍ ته د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري ټاکل شوی نوماند سهیل شاهین نن په خپل ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو پر دغې پرېکړې نیوکه کړې.

په هېواد کې ۷۰سلنه خبریالان وزګاره شوي

د افغانستان د ازادو ژونالستانو د ټولنې مسوولانو نن په کابل کې د «افغان خبریالانو ملي کنفرانس» تر نوم لاندې په یوې غونډه وویل چې په هېواد کې د وروستیو تحولاتو راهیسې ۷۰ سلنه خبریالان وزګاره شوي دي.

د صنعتي فابریکو فعالیتونه څلوېښت سلنه راکم شوي

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال په دې وروستیو درېوو میاشتو کې د صنعت‌کارانو د لاسته‌راوړنو، ننګونو او وړاندیزونو د بیانولو ترڅنګ وویل چې په دغه موده کې د صنعتي فابریکو فعالیتونه ۴۰ سلنه راکم شوي دي.

شنونکي: افغانستان کې د ناټو او امریکا ۲۰کلن حضور لاسته راوړنې نه درلودې

د ناټو سرمنشي ینس سټولتبرګ پرون د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال افغانستان کې د امریکا په مشري د ناټو ۲۰کلن ماموریت له لاسته راوړنو ډک وباله. خو د چارو یو‌شمېر شنونکي بیا افغانستان کې د ناټو په ځانګړې توګه د امریکا ماموریت بې‌ پایلې او له ماتې سره مل بولي.

سوېل ختيځ زون کې د رسنیو اقتصادي ستونزې؛ له سلو زيات خبريالان وزګاره شوي

په سوېل ختیځ زون پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتو کې یو‌شمېر خبريالان او د رسنيو مسوولان وايي چې په تېرو درېوو مياشتو کې تر سلو زيات خبريالان چې له چاپي رسنۍ، راډيوګانو او انځوريزو رسنيو سره یې کار کاوه، وزګاره شوي او يا هم پرته له کوم امتياز څخه رسنیزې چارې مخ ته وړي.

یونیسف په افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه اندېښنه ښودلې

د ماشومانو لپاره د ملګرو متلونو ملاتړي اداره یا یونیسف  په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې. د دې بنسټ په رپوت کې راغلي چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په پایله کې د یاد هېواد وګړي د اړتیا وړ لومړنیو توکو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال: د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه مو پوره کړي

د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې عبدالکبیر دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف سره په لیدنه کې کړې دي.

شنونکي: د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د افغانستان لپاره ګټوره ده

سعودي عربستان پرون د اسلامي همکاریو له سازمان څخه وغوښتل چې افغانستان کې د روان وضعیت ارزولو، بشري مرستو او ځینو نورو مسایلو په اړه بیړنۍ غونډه جوړه کړي چې پاکستان یې هم کوربه‌توب ته چمتوالی ښودلی. د چارو یو‌شمېر شنونکي د دې غونډې جوړېدل د افغانستان په ګټه بولي.

نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پيسو څخه ۵۰۰ میلیونه ډالر ازادوي

رویټرز خبري اژانس نن د یوې باوري سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې نړیوال بانک د یوه داسې وړاندیز د وروستي کېدو په درشل کې دی چې له مخې یې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۵۰۰ میلیونه ډالر ازادوي. د رویټرز په رپوټ کې راغلي چې ټاکل شوې د نړیوال بانک مدیره پلاوی نن په دې برخه کې په غیررسمي توګه سره وویني.

سمنګاني: د جوزجان د اوسېدونکو د اجباري کډه کولو خبرونه ناسم دي

د اسلامي امارت چارواکو د جوزجان ولایت د قوش‌تپې ولسوالي اوسېدونکي د زور له لارې د کډه کولو په تړاو خپاره شوي خبرونه رد کړي او هغه یې بې‌بنسټه بللي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي، د جوزجان ولایت اوسېدونکي په زوره د کډه کولو په اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري.

د کورونا نوې اومېکرون بڼې د چټک خپراوي په اړه اندېښنې

په نړۍ کې د کورونا ویرووس د بېلابېلو بڼو او ډولونو له موندنې وروسته په تازه‌ګۍ سره د دغه وژونکي ویرووس یوه نوې بڼه موندل شوې چې په خورا چټکۍ خپرېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د نوي موندل شوي کورونا ویرووس بڼه اومېکرون نومولې او د خپراوي په اړه یې اندېښنه ښودلې.

شنونکي: د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل به وخت ونیسي

د اسلامي امارت مسوولان له تېرو څه باندې ۳ میاشتو راهیسې له کله چې واک یې ترلاسه کړی د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي او په دې برخه کې یې د سیمې او د نړۍ له یو‌شمېر هېوادونو سره هم ناستې کړي، خو لاهم دا چاره نه ده عملي شوې. دوی وايي، د حکومت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط یې پوره کړې دي.

«نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک پلي کېدل وڅاري»

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په مناسبت جوړې شوې غونډې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د افغان ښځو د حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.
دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغاستان کې د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼه پرېکړه‌لیک پلي کېدل وڅاري.