
امربالمعروف وزارت: که دولتي کارکوونکې حجاب ونه کړي، له دندو به ګوښه شي
د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت یوه اعلامیه کې د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکو ته توصیه کړې، چې یا خو دې شرعي حجاب ولري او یا له دندو لرې کیږي.

د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت یوه اعلامیه کې د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکو ته توصیه کړې، چې یا خو دې شرعي حجاب ولري او یا له دندو لرې کیږي.

ملګروملتونو د نړۍ د دولتونو د مشرانو له نوملړ څخه د افغانستان د مخکني ولسمشر محمداشرف غني نوم ایستلی دی. دا نوملړ چې د ملګروملتونو په ویبپاڼه خپور شوی، د غني د مېرمنې نوم هم د افغانستان د «لومړۍ مېرمن» په توګه لرې شوی. خو بیا هم دې نوملړ کې د «افغانستان ولسمشر» نوم د افغانستان دولت مشر ته انتخاب شوی.

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه چې له مخې یې د افغانستان ۳.۵ میلیارډه کنګل شوې شتمني به د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کوي، ناعادلانه او تېروتنه بللې ده.

د باميان لسګونو اوسېدونکو نن له غرمې مخکې د دغه ولايت په مرکز کې لاريون وکړ او له امريکا متحدوایالاتو څخه يې د هېواد د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې څخه د ۷ میلیارد ډالرو ازادولو او د سپتامبر د یوولسمې پېښې قربانیانو او افغانستان کې بشري مرستو ته د ځانګړې کولو په تړاو د امریکا د ولسمشر پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام، نن کابل کې د افغانستان د ملت د یوالي کاروان یوه اعتراضیه غونډه کې د ولسمشر جوبایډن پرېکړه خاینانه او غیرانساني بولي او له نړیوالو په ځانګړې توګه ملګروملتونو څخه غواړي، چې هرڅه ژر بایډن له دغې پرېکړې راوګرځوي.

د اسلامي امارت د صفونو د تصفیې کمېسیون مسوولان وايي چې د یاد کمېسیون له جوړېدو راهیسې یې د اسلامي امارت له لیکو څخه د ۱۳۵ کمعمره ځوانانو په ګډون ۴۳۵۰ نامطلوبه کسان اېستلي دي. نوموړي زیاته کړه، هغه ځواکونه چې د دندو پرمهال د تلاشۍ ځایونو کې له ستونزې پرته پر موټرو ډزې کوي، د دوی د ظرفیت پر ټيټوالي او پر نه روزنې دلالت کوي.

د ژغورنې کمېټې اجرايي رییس او د بريټانیې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډېوېډ میلیبند وايي چې لوېدیځ پر افغانستان د لوږې سیاست په تحمیلولو سره دغه هېواد او خپل ځای ځایګي ته له ناورین څخه ډک زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا، باید دې ته اجازه نه وای ورکړل شوې چې په دې چټکۍ د افغانستان وضعیت خراب شي.

د باميان ولايت د ورس ولسوالي امنيتي چارواکي وايي چې پرون له غرمې وروسته د دې ولسوالي د چهار ناور کلي په تخت سيمه کې يوه ١٨ کلنه نجلۍ په مرموز ډول مړه شوې ده.

د مرکزي سیلو مسوولانو د یوې خبري غونډې پرمهال د مرکزي سیلو د بېرته فعالېدو خبر ورکړ. د مرکزي سیلو رییس انجينر خیالمحمد مایار وايي چې دغه کارخونه اوسمهال د غنمو د زېرمه کولو، ژرنده کولو او تولید برخو کې په فعالیت پیل کړی او په ورځ کې د ۲۰۰ کیلوګرامه غنمو د وړه کولو ظرفیت لري.

د ننګرهار د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال یې په دې ولایت کې ۱۶۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تورنیولي دي.

د کابل ښاروالۍ مسوولان پلازمېنه کابل ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیلولو څخه خبر ورکوي.

یوشمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت ځواکونو یې وروسته له هغې د رسنیز پوښښ مخنیوی او ورته ګواښ کړی چې غوښتل یې کندهار ښار کې یوه اعتراض ته خبري پوښښ ورکړي. دغه خبریالان وروسته بیا د خلکو په غوښتنه بیرته راخوشې شوي دي. کندهار کې خبریالان وايي، د رسنیز پوښښ پر مهال له سختو ګواښونو سره مخ دي.

د جلالاباد ښار نهمه ناحیه کې د «عبدالخېلو» ۴۰ متره سړک چې ۱۲.۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د جلالاباد ښار د کونړ لويېلارې سره نښلوي چې د جوړېدو ټکنۍ چارو یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې د هغو ۱۳ امریکايي نظامیانو کورنۍ چې د کابل هوايي دګر برید کې وژل شوي، د دغه هېواد د دفاع وزارت/پنټاګون څېړنیزې موندنې تر پوښتنې لاندې راولي. د دغې پېښې د قربانیانو کورنۍ ټینګار کوي چې د دې پېښې د موندنو په اړه شکمن دي.

د کابل د مکروریانو د تدویر، ساتنې او څارنې دولتي شرکت چارواکو نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې د دولتي ادارو په ګډون د مکروریانو او پروژې اړوند سیمې له دغه شرکت څخه شاوخوا ۴۸۴ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

د هندي پوځ یوه جنرال ویلي، د امریکا د پوځ وسلې او د څارنې دستګاوې چې افغانستان کې یې ور څخه استفاده کوله، له هغو ترهګرو څخه نیولي چې غوښتل یې کشمیر ته ننوځي. نوموړي زیاته کړې، ترلاسه شوې وسلې د امریکايي پوځیانو دي چې په افغانستان کې یې ورڅخه ګټه اخیستله.